د لاسرسي لېنکونه

په ننګرهار کې د سرې میاشتې ټولنې رضاکارانو د ښار د ګڼې ګوڼې د کمولو او دارنګه د ترافیکي قوانینو مراعتولو په هدف د عامه پوهاوي یو میاشتينی کمپاین پیل کړی.

د یاد ولایت د سرې میاشتې ټولنې رئيس ننګيالی یوسفزی وايي، د دوی رضاکاران د جلال اباد ښار په هغو څلورلارو کې چې هلته د موټرو تګ راتګ زیات وي سهار او ماښام د موټر د تګ راتګ د تنظيم په موخه له ټرافیکو سره مرسته کوي.

نوموړی وايي، له دې کمپاین څخه موخه په ښار کې د ګڼې ګوڼې کموالی، د رضاکاره کارونو رواجول او په ټوله کې په نرمه ژبه خلک دې اړ ایستل چې قانوني لارښوونې عملي کړي:

"د دې کمپاین نه زموږ هدف دا دی چې بدبختانه اکثرو خلکو کې د یوه غرورو روحیه موجوده ده او قانون نه مراعت وي، موږ دوی ته په ډېره نرمه ژبه داسې پيغام ورکوو چې راځئ بل ته خیر ورسوی او هغه کار چې د ګڼې ګوڼې سبب کېږي او د واټونو د بندښت سبب کېږي له هغې مخنیوی وکړئ."

نوموړی وايي، د دې یوې اوونۍ په موده کې د دوی رضاکاران له ګڼو ننګونو سره مخ شوي دي.

دی وايي، اکثرا هغه خلک چې ټوپکوال دي او ښه موټر لري هغوی ټرافيکي اصول نه مراعتوي، خو دوی په ډېره نرمه ژبه دا خلک دې ته اړ باسي چې قانون ته غاړه کېږدي:

"ډېره زیاته سرغړونه چې کوي هغه خلک دي چې وسلې ولري یا لوکس موټرې ولري حتی ما خپله ولیدل چې دا لږه شېبه مخکې د امنيتي ځواکونو دولتي موټرو نږدې و چې زموږ رضاکار ووهي موږ دغسې خلکو ته چې هغوی قانون نه مراعتوي او د ځينو خلکو وحشي زړونه په نرمه او لطیفه لهجه مات کړو او دې ته مجبوره کړو چې قانون ته غاړه کېږدي."

د جلال اباد ښاريان سرې میاشتې ددې عامه پوهاوي له کمپاین څخه خوښ دي او وايي، پخوا به د ښار په مهمو څلور لارو کې د تګ راتګ لاره نه وه خو اوس چې دا کمپاین پيل شوی ډېر مثبت اغېز يي کړی:

"دلته چې راغلم ګورم چې د سرې میاشتې کاري ټیم راوتی و او ډېر ښه شعارونه يي لیکلي و په هغه کې راغلي و چې ګرانه کاکا ته تم شه چې نورې موټرې تېرې شي اول پر ما یې ډېر تاثیر وکړ.

دلته چوک کې کار کوم مخکې به دلته هر ډول موټر درېدل د ټرافیکو اصول به يي نه مراعتول دوی چې راغلي ډېر تاثیر يې کړی او د ګڼې ګوڼې مخه يي ونیوله."

د ښاريانو په خبره له یوې خوا د جلال اباد ښار نفوس تر پخوا ډېر زیات شوی او له بلې خوا د موټرو او ریکشو بې ځایه درېدل ددې باعث شوي چې د ښار واټونه اکثرا وخت د موټرو پرمخ بند پاتې وي.

دوی وايي، که چېرې دغه کمپاین د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي نو د ښاري نظم تر څنګ به واټونه د موټرو پر مخ خلاص وي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG