د لاسرسي لېنکونه

د کاپيسا په حصه‎اول کوهستان ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۲۵ تنه ټپیان شوي دي.

د حصه‎اول کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق ازادي راډيوته وویل چې دغه مسافر وړونکي موټر تېره شپه د تخنیکې ستونزو له وجې اوښتی دی.

نوموړي وویل چې په ټپیانو کې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

ښاغلي شفیق همدارنګه وویل چې ټپیان ټول نېږدې روغتونونو ته وړل شوي او روغتیایې حالت یې د ډاډ وړ دی.

XS
SM
MD
LG