د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

هيلري: روسيه د امريکا پرضد سايبريايي حملې تنظيموي


د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د ډيموکراټ ګوند کانديده هيلري کلېنټن وايي، د روسيې حکومت د امريکا د ځينو سازمانونو او اشخاصو پر ضد سايبري حملې تنظيموي، څو په دې توګه د جمهوريت غوښتونکي ګوند د کانديد ډونالډ ټرمپ له بريالي کېدو سره همکاري وشي.

مېرمن کلېنټن دا خبره نن سهار وختي له ډونالډ ټرمپ سره په دويمه مخامخ مناظره کې وکړه.

د هغې په خبره وروستۍ سايبري حملې چې واشنګټن وايي، د مسکو په امر شوي، د يوه بهرني قدرت له‎خوا د امريکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې د بې سابقه کمپاين يوه برخه ده.

خو ډونالډ ټرمپ د مېرمن کلېنټن دغه څرګندونې د خندا وړ وګڼلې.

تردې مناظرې دوه ورځې مخکې د امريکا حکومت د اول وار لپاره کرملين تورن کړ چې د انتخاباتو د ګډوډۍ په هدف يې سايبري يا انټرنټي حملې تنظيم کړي او د پټو اسنادو د افشا هڅه يې کړې ده.

د امريکا انتخابات د نوامبر پر اتمه کېږي.

کرملين په دغو سايبري حملو کې خپل دخالت په وار-وار رد کړى دى.

XS
SM
MD
LG