د لاسرسي لېنکونه

د کندهار شاوليکوټ ولسوالۍ په کندلانو سمیه کې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې ۶ وسله وال طالبانو وژل شوي دي.

د کندهار والي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد عملیات چې تېره ورځ ناوخته تر سره شوي پرمهال یې ۲ وسله وال مخالفین ټپيان شوي هم دي.

اعلامیه همدارنګه زیاتوي چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته ددې ولسوالۍ د کیخي کوتل په نوم سیمه کې د پولیسو پر پوستې حمله کړې چې پرمهال یې یو ملکي کس وژل شوی یو ماشوم او یوه نجلۍ ټپيان شوي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG