د لاسرسي لېنکونه

د لغمان ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه دوه نیمې بجې وسله‌والو طالبانو د دې ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو ‌‌‌‌‌‌ډله ییز برید وکړ چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

د ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ویلي په دې نښته کې څلور تنه برید کوونکي وسله‌والو وژل شوي او څلور تنه نور زخميان شوي.

نوموړی وايي، له وژل شویو وسله‌والو څخه د درې تنو جسدونه دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو په ولکه کې دي او د پاتې یو تن جسد او څلور تنه زخمیان یې د تېښتې پر مهال له ځانه سره انتقال کړي دي.

د ځواک په خبره په دې درې ساعته نښته کې یو تن د ملي اردو سرتیری هم وژل شوی او درې تنه نور یې برسېرن ټپيان شوي دي چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

وسله‌والو طالبانو تر دې دمه د دې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG