د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

خوست کې وزیرستاني کډوال د بېرته ستنیدو لنډې لارې غواړي


د خوست د تڼيو د ورژلې غرنۍ سیمه کې مېشت کډوال د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی د بېرته ستنېدو لپاره دې خوست ته لنډې لارې پرانېزي.

هغوی زیاتوي دا چې د وزیرستان په روانو جګړو يې کورونه، جمې، جوماتونه، روغتونونه، ښوونځي او نور ټولګټي تأسیسات ویجاړ شوي، نو یاد حکومت دې برخې ته هم پاملرنه وکړي.

د شمالي وزیرستان اوسیدونکی رسول میرجان او د مده خېلو یو تن اوسیدونکی ریدانت خپلې غوښتنې ازادي راډیو ته په‎دې توګه وړاندې کوي:

"۱- ټولې لارې تړلې دي، زه د پاکستان حکومت ته وړاندیز کوم چې دا لارې دې خلاصې کړي چې موږ خپل پاکستان ته ولاړ شو، هلته دې موږ ته سکولونه او هسپتالونه جوړ کړي، اسانتیاوې دې راته برابرې کړي، دلته موږ ډ‌ېر د مشکلاتو سره مخ یو.

۲- موږ ته دې لوړه یا غلام خان لارې راته خلاصې شي، ځکه موږ غواوې او مالونه لرو، په لېرو لارو باندې بیول یې ستونزمن دي، هلته زموږ کورونه ړنګ دي او هرڅه ته مو تاوان رسیدلی."

وزیرستاني کډوال
وزیرستاني کډوال

د ورژلې سیمه کې یو بل تن وزیرستانی کډوال وايي، په کور کې ماشومان، بیماران او بوډاګان لري، دوی په لېرو لارو مزلې نه‎شي کولای، نوموړی هم خوست نه د لنډو لارو غوښتنه کوي:

"نوم مې محمدرسول دی په قوم اڅړ یم، موږ د پاکستان د حکومت نه دا غوښتنه ده چې موږ ته یوه لنډه لاره خلاصه کړي، لکه د غلام خان یا لوړه لاره ځکه چې موږ واړه ماشومان او بوډاګان لرو، دا لارې دې راته خلاصې کړي چې موږ لنډ پرې ولاړ شو، موږ ته په کلي کې زیان رسیدلی سکولونه مو نشته، غر مو ختم دی، کورونه مو ختم دي، جومات مو ختم دی، دا غوښتنه کوو چې پاکستان حکومت دې دا هر څه موږ ته جوړ کړي."

د رسول محمد په نوم د وزیرو د اڅړو اوسیدونکی وايي، وزیرستانیو ته د یو او بل نوم نسبت کېږي، خو اساسي خبره دا ده چې دوی جګړې نه غواړي بلکې په امن کې ژوند تېرول غواړي.

رسول محمد زیاتوي:

"له حکومته مو غوښتنه ده چې موږ ته دې لنډې لارې خلاصې کړي، د علی زيی او تورخم پر لارو موږ نه‎شو تلی، موږ او زموږ کورونو ته تاوانونه رسیدلي دي، امن غواړو، جنګ نه غواړو، د وزیرستان خلک دهشتګر یادیږي، خو دهشتګر ندي، بلکې امن پسند خلک دي."

بل لوري ته د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي، چې ځايي اداره د ژمي په موسم کې د وزیرستانیو کډوالو ستونزو ته متوجه ده او په همدې خاطر يې د کډوالو له وزارت، یو.اېن.اېچ.سي. ار او نورو خیریه ټولنو سره په اړیکه کې دي، تر څو د ژمي مخکې دوی ته مرستې وویشل شي.

مبارز محمد ځدراڼ زیاته کړه:

"د ژمي په راتلو سره هغه کډوال وروڼه چې د وزیرستان څخه د ژوند د خوندیتوب په هیله خوست ته راکډه شوي، د دوی د سرپناه د نشتوالي له امله موږ په انديښنه کې یو، واقعاً د ژمي په راتګ سره به دوی د ستونزو سره مخامخ شي، ځکه دلته ساړه زیات دی او په کومو سیمو کې چې دوی میشت دي، ممکن په ځنو يې واورې هم وشي، موږ خپلې هڅې پراخې کړي، د مرکزي حکومت د اړوند وزارت سره، یونسیار سره او نورو خیریه ټولنو سره په تفاهم کې یو، له نږدې ورسره خبرې کوو، تر څو وتوانیږو دوی سره د ژمي د موسم له رارسیدو مخکې ځني هغه ژمني توکي چې د دوی ژوند یو څه له ستونزو راوتلای شي، هغه برابر کړو."

د خوست د ورژلي د سیمې اوسیدونکی قومي مشر حاجي رسول محمدخان وايي، په هغه سیمه کې ډېری میشت وزیرستاني کډوال له ابادیو لیرې په غرونو کې اوسیږي چې له همدې کبله دوی د ژوند له د ضروري اسانتیاوو بې برخې دي، د دې ترڅګ په ورژله کې میشتو نږدې ټولو کډوالو بای میټرک ندی کړی، چې اوس پرې هغه پخوانی مرستې بندې شوي او د دوی ستونځې يې نورې هم زیاتې کړي دي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG