د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

هېواد: په ادارو کې د اصلاحاتو راوستل ستره غوښتنه ده


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د اصلاحاتو او د کشمیر له مسئلې سره د افغانستان د سولې د مسئلې د تړلو په تړاو د پاکستاني چارواکو د خبرو په غبرګون مطالب چاپ کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې خپل د سر په مطلب کې د ولسمشر په حواله لیکلي چې په کور دننه د اصلاحاتو وار را رسېدلی دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې ولسمشر غني وايي، حکومت یې په نړیوالو او سیمه ییزو اړیکو کې بریالی شوی، خو اړتیا ده چې اوس په کور دننه اصلاحات راوستل شي.

سرخط په دغه مطلب کې لیکلي، ولسمشر غني تېره شپه په خپله تلویزیوني وینا کې ویلي، یوه وړه کړۍ غواړي یوازې د خپلې بقا لپاره ټول ملت قرباني کړي او دوی هغه څوک دي چې په نړیواله کچه د افغانستان د بدنامولو اصلي عاملین دي.

د مطلب لیکوال لیکي:

ولسمشر دا کسان تر طالب او داعش کم نه بولي او زیاتوي، اړتیا ده چې بنیادي اصلاحات راوستل شي، خو په دې برخه کې د ملت مرسته اړینه ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل سر مقاله کې لیکلي چې په ادارو کې د اصلاحاتو راوستل ستره غوښتنه ده.

په سر مقاله کې راغلي چې بروکسل کنفرانس کې نړیوالې ټولنې د افغان حکومت د مدیریت ننګه وکړه او ټینګار یې دا و چې حکومت دې په ادارو کې اصلاحات راولي او چارې دې داسې سمبالې کړي چې ژر پر ځان بسیا او د نړیوالې ټولنې مرستو ته محتاج نه وي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي:

افغان حکومت هم له نړیوالې ټولنې سره پر ژمنو عمل کوي او د اصلاحاتو لړۍ به ډېر ژر د بري تر بریده ورسوي.

په سر مقاله کې راغلي، ولسمشر له ملته غوښتي چې د اصلاحاتو په راوستو کې ورسره مرسته وکړي، ځکه د مقاله لیکونکي په باور اصلاحات د ولس، حکومت او نړیوالې ټولنې ستره غوښتنه ده.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان د ملي امنیت د شورا په حواله په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د افغانستان له سولې سره د کشمیر د مسئلې تړل دا ښيي چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د نیابتي جګړې پر دوام باور لري.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم د پاکستاني سناتور او د پاکستان د صدراعظم د استازي مشاهد حسین په دې تړاو څرګندونې چې په دې وروستیو کې یې په امریکا کې کړي په کلکه رد کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په همدې تړاو په یو مطلب کې پوښتنې مطرح کړي چې پاکستاني سناتور ولې دا ډول بې مانا څرګندونې کوي، دا ټولې څرګندونې له کومه ځایه نشأت کوي او هدف یې څه دی؟

د مطلب د لیکونکي په خپله لیکنه کې ځواب او د دا شان څرګندونو لامل دا ښودلی چې پاکستان د هند او افغانستان دوستي د ځان لپاره خطر بولي او له افغانستان سره د هند اړیکو او مرستو په دې برخه کې د پاکستان اندېښنه زیاته کړې ده.

XS
SM
MD
LG