د لاسرسي لېنکونه

د ایران د کلتوري چارو یوه جګپوړي مقام پرون وروسته له هغه استعفا وکړه چې یو شمېر مذهبي مشرانو په ښار قُم کې د یو کنسرت پر جوړېدو اعتراض وکړ.

قم د ایران مذهبي ښار دی چې ډیری جګپوړي آیت الله ګان په‎کې دیره دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له‎مخې د قُم د فرهنګي چارو رئیس عباس دانشي وروسته له هغه استعفا ته اړ شو چې مخکښو دیني عالمانو په دې ښار کې د تیرې میاشتې د کنسرت له کبله خپل خپګان او اعتراض څرګند کړ.

په تېرو څو میاشتو کې د ایران مخکښو ملایانو پر حکومت له دې کبله سخت انتقادونه پیل کړي چې په دې ښار کې چې ګڼ زیارتونه او جوماتونه لري کنسرتونو ته اجازه ورکوي.

د ایران د کلتور وزارت تېره اوونۍ وویل چې په قُم او مشهد کې د کنسرتونو جوړېدو ته به اجازه ورنه‎کړي.

XS
SM
MD
LG