د لاسرسي لېنکونه

هاييتې کې پرون د سمندري توپان د سلګونه قربانیانو لپاره درې ورځنی ویر پیل شو.

په هایتي کې د درې ورځني ماتم په ورځو کې به د دې هېواد بیرغ نیم ځوړند او د موسیقۍ کلپونه به بند وي.

د هاییتي د ولسمشر دفتر پرون په یوه بیان کې وویل، د قربانیانو د کورنیو او عزیزانو درد به دا هېواد یوموټي وساتي.

تېره اوونۍ د سې شنبې په ورځ د هریکان ماتیو Hurricane Matthew په نوم سمندري توپان په هایتي کې ۳۳۶ کسان ووژل، ۲۱۱ یې ټپیان کړل او چارواکي وايي چې څلور کسان تر اوسه لادرکه دي.

په هایتي کې د ماتیو Matthew په نوم سمندري توپان ته ۴ مه درجه ورکړل شوې په داسې حال کې چې پنځمه یې تر ټولو سخته ده.

د دې توپان په ترڅ کې د ۲۳۰ کیلومتره په سرعت باد چلېده چې ګڼ شمېر کورونه، سړکونه او عامه تاسیسات یې ویجاړ کړل.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د هایتي د توپان ځپلو سیمو شاوخوا درې نیم لکه وګړي سمدستي مرستو ته اړ دي.

XS
SM
MD
LG