افغان امنیتي ځواکونو په افغانستان کې د تحريك طالبان پاکستان مهم قومندان او په ۲۰۰۹ میلادي کال کې لاهور کې د سریلانکا د کرکټ پر ټیم د برید طراح "قاري اجمل" وژلی دی.
وسلهوالو ترهګرو په ۲۰۰۹میلادي کال کې د پاکستان د پنجاب صوبې مرکز لاهور کې د سریلانکا د کرکټ ټیم پر موټر برید کړی و چې په نتیجه کې یې د پولیسو په ګډون ۷ کسان وژل شوي او د یاد ټیم ځینې لوبغاړي پهکې ټپیان شوي وو.
د پاکستان انګریزي ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د یکشنبې په ورځ وسلهوالو ته د نېږدې سرچینو په حواله لیکلي چې قاري اجمل د ناقانونه ګرځول شوې لښکر جهنګوي او تحریک طالبان مهم غړی و چې په وزیرستان کې د عملیاتو له امله افغانستان ته تښتېدلی و.
که ځه هم ورځپاڼه لیکي چې "قاري اجمل په لاهور کې د سریلانکا پر کرکټ ټیم د برید طراح و چې د افغانستان د پکتیکا ولایت په اورګون سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی" خو د هغه د وژنې کره نېټه یې نهده ورکړې.
دا په تېرو دوو اوونیو کې دویم پاکستانی مهم وسلهوال ترهګر دی چې په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل کېږي.
تردې مخکې افغان ځواکونو د تېرې میاشت په ۲۵ نېته د پاکستاني طالبانو څلورم مهم قومندان اعظم طارق چې د پاکستان حکومت یې پر سر ۲ لکه ډالر انعام هم ایښی و، له خپل زوی سره یوځای په پکتیکا ولایت کې وژلی و.
په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېلوال په افغانستان کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان د دغه مهم قومندان تر وژنې وروسته پر خپلې فیسبوکپاڼې په یوه خپور کړي بیان کې په دې اړه ويلي وو:
"د افغان ځواکونو له خوا د اعظم طارق وژنې څرګنده کړه چې افغانستان ترهګرو ته پر خپله خاوره پناه نه ورکوي او د ښو او بدو ترهګرو ترمنځ فرق نه کوي."
افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې له اعظم طارق او قاري اجمل مخکې په ۲۰۱۴ میلادي کال په پېښور کې پر پوځي ښوونکي د برید طرح کوونکی الیاس عمر منصور عرف الیاس نری هم د افغان ولسمشر په حکم په ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.
پر پوځي ښوونځي د وسلهوالو دغه برید د پاکستان د تاریخ تر ټولو خونړی برید انګېرل کېږي چې د ماشومانو او د ښوونځی د عملې په ګډون پهکې نېږدې ۱۵۰ کسان وژل شوي وو او مسؤلیت یې د ملا فضل الله په مشرۍ تحریک طالبان پاکستان منلی و.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان پوځي مقامات وايي چې د ۲۰۱۴میلادي کال په جون کې افغان پولي ته نېږدې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمې کې د پوځي عملیاتو تر پیلېدا وروسته ګڼ شمېر وسلهوال ترهګر افغانستان ته اوښتې هلته پټ شوي او له هغه ځایه په پاکستان کې دننه بریدونه پلانوي.
راپور: ذبیح مومند