د لاسرسي لېنکونه

روسیه وایي، د سوریې په اړه د ملګروملتونود پریکړه لیک هغه مسوده چې فرانسې وړاندې کړې وه، په دې خاطر ویټو کړه چې هغه سیاسي او یو اړخېزه وه.

دغه مسوده چې پر شمالي محاصره شوي حلب ښار یې د هوایي حملو او د پوځي الوتنو د پای ته رسېدو غوښتنه کوله، تېره شپه ویټو شوه. خو د روسیې له‎خوا بلې متبادلې وړاندیز شوې مسودې هم د امنیت شورا د نهو غړیو ملاتړ ترلاسه نه‎کړای شو.

مخکې له دې چې د ملګرو ملتونو ۱۵ کلسیزه امنیت شورا یو پریکړه لیک منظور کړی، د دې شورا لږ تر لږه نهه غړي یې باید ملاتړ وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ یې خپره کړې ویلي چې د فرانسې د مسودې متن په تروریستي جبهه نصرت او ملاتړو سخت دریځو یې سترګې پټې کړې وې.

د یوه بل خبرله مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي، که د امریکا متحده ایالات پریکړه وکړي چې د سوریې د حکومتي ځواکونو پر هوایي اډو پراخه بمباري وکړي، مسکو هغه وسایل او امکانات لري چې چې په سوریه کې خپلې ګټې خوندي کړي.

لاوروف د روسیې له یو دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، دې ته په پام سره چې روسیه د سوریې د مشروع حکومت په غوښتنه په دې جګړه کې ښکیل شوې، دا یوه خطرناکه لوبه ده.

د هغه په وینا روسیه هلته دوه اډې لري او د هوایي مدافعې ضد سیسټمونه یې نصب کړي چې خپلې شتمني او ګټې خوندي کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل، په واشنګټن کې اورېدل کېږي چې یو شمېر سیاستوال د دې شي غوښتونکي دي خو دې ډاډه دی چې د متحدوایالتونو ولسمشربارک اوباما به له دغسې یوې سناریوسره موافقه ونه‎کړي.

XS
SM
MD
LG