د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

دولتي بنسټونو ته د غني ناڅاپي تګ له تودو هرکلیو سره مخ شو


یو شمېر خلک د ولسمشر محمد اشرف غني په ناڅاپي ډول له دولتي بنسټونو په ځانګړي ډول له امنيتي ادارو او روغتونو نه د لیدلو هرکلی کوي.

له هغه ناروغانو نه چې ولسمشرمحمد اشرف غني تېره شپه د وزیر محمد اکبر خان او صحت طفل په روغتونو کې پوښتنه او لیدنه کړې وايي چې دولتي ادارو ته د ولسمشر ناڅاپي تلل ته د دې لامل کېږي چې په کارونو کې سرعت او ښه‎والی راشي.

کابل ته راغلي د غزني اوسېدونکي اسدالله چې د صحت طفل په روغتون کې ناروغ لري وايي، ولسمشر باید دغه شان نورو دولتي ادارو ته هم ناڅاپي تګ ورشي.

اشرف غني په یوه روغتون کې
اشرف غني په یوه روغتون کې

دی وايي:

"په ټولو ناروغانو په ښه ډول وګرځېده،زموږ غوښتنه دا ده چې ولسمشر هر ځای ته په همدې ډول ولاړ شي، له ډاکټرانو پوښتنه وکړي او د ناروغانو حالات له نېږدې وڅارې ځکه چې ډاکټران په ځینو ځایونو کې سمه پوښتنه نه کوي."

خیرالله چې د وزیر محمد اکبر خان په روغتون کې بسترې دی وايي چې ولسمشر په دغه روغتون کې له ناروغانو نه د ډاکټرانو د رویې او روغتیايي وضیعت په اړه پوښتنې وکړې.

خیرالله وايي:

"موږ ډېر خوښ شو چې ولسمشر موږ نه پوښتنه وکړه چې ډاکټرانو ستاسو خدمت کوي او کنه،ما ورته وویل چې ډاکټر صاحبانو زموږ خدمت کوي، د ډاکټرانو هلې ځلې وي چې خدای ماته شفآ راکړه."

ولسمشرغني د شنبې په شپه په ناڅاپي ډول د وزیر محمد اکبر خان او ماشوم د روغتیا له روغتونونو نه او په تعقیب یې د شنبې په ورځ د عامې روغتیا وزارت ته ورغی.

ولسمشرغني له دغه وزارته د لیدنې پرمهال د یاد وزارت یو شمېر مسؤلین هم له دندو ګوښه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني څو اوونۍ وړاندې په بې خبر ډول د نهمې امنيتي حوزې نه لیدنه وکړه او د یادې حوزې کوم مسؤلین چې په خپلو دندو کې حاضر نه وو دندې یې وځڼدول شوې.

د صحت طفل د روغتون ډاکټر سید نجیب الله سادات وايي، دولتي ادارو ته د ولسمشر تګ د دې لامل کېږي چې په هغه باندې د خلکو اعتماد ډېر شي.

سادات زیاتوي:

"له روغتیايي مرکزونو نه د ولسمشر لیدنه، دا په دې معنی ده چې د خلکو د هغه په رهبرې باندې اعتماد ډېرېږي، د ناروغانو پایوازان چې کله خپل ولسمشر ویني چې په نیمه شپه د دوی د ناروغانو پوښتنې ته راغلي ویني يې خبرې ورسره کوي نو د خلکو اعتماد په دولت باندې ډېرېږي."

ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې له دولتي ادارو په ځانکړي ډول له روغتیايي مرکزونو نه لیدنه کوي چې یو شمېر خلک په ځینو روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د نه کیفیت او ناروغانو ته د ډاکټرانو د لازمې نه پاملرنې له امله شکایت کوي.

د خلکو په باور د ولسمشر ناخبره تلل دولتي ادارو ته د دې لامل کېږي چې د ټولو دولتي ادارو مسؤلین خپلو کارونو ته متوجه شي او په دې توګه خلکو ته د ښه خذمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره شي.

راپور:ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG