د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

ماليې وزارت وايي د پیسو نړیوال صندوق ټاکلی هدف‌يې پوره کړ


د افغانستان د ماليې وزارت وایي، دوی د کال په درېیمه ربع کې د پیسو نړیوال صندوق هغه هدف ته ځان ورساوه کوم چې ورته ټاکل شوی و.

دا وزارت وایي، د روان هجري شمسي کال په درېیمه ربع کې یې له ګمرکونو، مالیو او د ټیلیفونونو په ګډون له غیر عایداتي سرچینو ۱۳۲ میلیارده افغانۍ لاسته راوړي دي چې د دوی په خبره په تېرو ۱۵ کلونو کې یې ساری نه‌درلود.

په داسې حال کې چې یو شمېر ملي سوداګر په ګمرکونو او داسې نورو ادارو کې له فساده شکایت کوي، خو دغه وزارت په لاس راغلي عوايد په ګمرکونو او ادارو کې د اصلاحاتو د راوستلو نتیجه ګڼي.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د یکشنبې په ورځ وویل چې د پیسو نړیوال صندوق د ۱۳۹۵ کال لپاره دوی ته ۱۳۲ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی و چې دوی دغه هدف ته په درېیمه ربع کې ځان ورساوه.

اجمل حمید عبدالرحیمزی
اجمل حمید عبدالرحیمزی

عبدالرحیمزی زیاتوي:

"درې میاشتې مخکې موږ وکړای شول چې د پیسو نړیوال صندوق ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوو چې دغه رقم په تېرو ۱۵ کلونو کې مخینه نه‌درلوده، موږ وکړای شول چې په درېیمه ربع کې د څلورو ربعو عواید ترلاسه کړو."

ښاغلی عبدالرحیمزي وایي، تېر کال هم د پیسو نړیوال صندوق ۱۲۲ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی و چې هغه هم تر وخت مخکې بشپړ شو.

په ورته وخت کې د افغانستان د ماليې وزارت وایي چې دوی په برخو-برخو کې سوداګرو او پانګه‎والو ته اسانتیاوې برابرې کړې او د هېواد د وضیعت تر څېړلو وروسته به په ډېرو مواردو کې مشوره هم ورسره کېږې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو مرستیال یونس مهمند ازادي راډیو ته وویل دوی ډېری د فساد او په ګمرکونو کې د نه‌همغږۍ له کبله په دوو ولایتونو کې مالیات ورکوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو مرستیال یونس مهمند
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو مرستیال یونس مهمند

مهمند زیاتوي:

"زما په نظر هېڅ‌څوک نه‎شي کولای چې په ګمرکاتو کې د فساد مخه ونیسي ځکه چې د دغو له جوړېدو څخه تر اوسه په ګمرکاتو کې فساد موجود دی، اموال باید په هر ګمرک کې یو شان محصول شي."

خو د افغانستان د ماليې وزارت وايي چې دوی په ګمرکونو کې ډېر اصلاحات راوستي او د روان کال ۴۸ سلنه عواید د ګمرکونو له لارې تر لاسه شوي دي.

په ورته وخت کې د اقتصادي برخې ځیني پوهان په دغه نظر دي چې د حکومت عواید پر سوداګرو او عامو خلکو د فشار په نتیجه کې تر لاسه شوي او د دوی په وینا د افغانیو په وړاندې د ډالرو لوړوالي ته په کتو اوس هم دغه عواید کم دي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG