د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

دوه وزیرانو د مشرانو جرګې پوښتنې ځواب کړې


د افغانستان مشرانو جرګې یکشنبې په ورځ د عدلیې او د کار او ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیران خپلې عمومې غونډې ته وربللي وو.

دوی، د جرګې د غړیو له سختو پوښتنو سره مخ شول.

د مشرانو جرګې ځینو غړیو ویل، په عدليې وزارت کې په لسګونو سیاسي ګوندونه ثبت او د فعالیت جوازونه یې ترلاسه کړي خو په دوی کې داسې ګوندونه هم شته چې په بشپړه توګه قومي او سمتي بڼه لري چې دا کار د ډیموکراسۍ له اصولو خلاف دی.

د مشرانو جرګې غړي ګل احمد اعظمي وویل:

"ځیني سیاسي ګوندونه چې موږ یې وینو، پراخ بنسټه نه دي او د افعانستان خلک پرې حساب نه‎شي کولای او پرته له دې چې ملي یووالي ته زیان ورسوي، نورڅه نه دي. د دې ګوندونو د تصفیې لپاره ستاسي تدابیرڅه دي؟"

د عدلېې وزیر بصیبر انور وویل، په افغانستان کې سیاسي ګوندونه د اساسي قانون او د سیاسي ګوندونو د قانون د موادو له مخې جوړ او د فعالیت جواز ورکول کېږي خو کله چې دغه ګوندونه پر وضع شویو اصولو برابر نه وي او یا یې فعالیتونه معیاري نه وي، د فعالیت جواز ځینې اخېستل کېږي.

ښاغلي انور په دې برخه کې د خپلو اقداماتو په اړه وویل:

"اوس‎مهال ۵۷ سیاسي ګوندونو له عدليې وزارت څخه د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي، خو۱۱ سیاسي ګوندونه چې لازم شرایط یې نه و پوره کړي، د سیاسي ګوندونو له لېسته ایستل شوي او نومونه یې د خپرولو لپاره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لېږل شوي دي."

د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د جوړولو شرایط دا دي چې ۱۰۰۰۰ غړي ولري، په ۲۰ ولایتونو کې به دفترونه فعالوي، اساس‎نامه به يې پر ملي بنسټونو ولاړه وي، افغان شموله به وي، د کومې بهرنۍ ادارې له‎خوا به نه تمویلېږي او فعالیتونه به یې د امنیت، هېواد او خلکو پرضد نه وي.

د عدليې وزیر دا هم وویل، له کومو ګوندونو څخه چې شکایت کېږي، شکایت باید پر اسناد ولاړ وي څو، عدلي ارګانونو ته ور وپيژندل شي.

د کار او ټولنیزو چارو له وزیرې نسرین اوریاخيل، څخه وپوښتل شول چې په دولتي ادارو، خصوصي سکتور او په پراختیايي پروژو کې د معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته لږه پاملرنه شوې ده.

د کار او ټولنیزو چارو له وزیرې نسرین اوریاخيل
د کار او ټولنیزو چارو له وزیرې نسرین اوریاخيل

د مشرانو جرګې غړي باقي بریال وویل:

"د شیخ زاهد بن سلطان د اپارتمانونو په اړه وایم چې د معلولینو په ونډه کې لږ اجرأت شوي خو د شهیدانو د کورنیو لپاره اجرأت نه دي شوي، تاسې په دې برخه کې کله اقدام کوئ؟"

مېرمن اوریاخېل د کارموندنې لپاره په هېواد کې دننه او بهر، خپل پلانونه بیان او ویې ویل چې دغه پلانونه یې له دولتي ارګانونو او خصوصي سکتور سره شریک کړي دي.

مېرمن اوریاخېل وویل، د دولتي ادارو له‎خوا ورسره په رسمي توګه هوکړه شوی چې معلولینو ته په رسمي دفترونو ۳ فیصده او په پراختیايي پروژو کې ۷ فیصده ونډه ورکول کېږي.

د پوښتنو له ځوابولو وروسته، پر دواړو وزیرانو ټینګار وشو چې د هېواد روان سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت او د بې کارۍ ستونزې ته په کتو سره باید، په خپلو چارو کې لا هڅې وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG