د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان مشرانو جرګې د یوه پاکستاني سناتور او د کشمير په چارو کې د دغه هېواد د صدراعظم د استازې پر څرګندونو تُند غبرګون و ښود.

د مشرانو جرګې رئیس او غړیو نن په عمومي غونډه کې وویل چې د افغانستان او کشمیر مسائل له یو بله بېل دي او د پاکستاني چارواکو دا خبرې د افغانستان په چارو کې د اسلام‎اباد ښکاره مداخله ده.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار په دې اړه وویل:

"کشمیر چېرته او افغانستان چېرته. د کشمیر په بدل کې د افغانستان له ولس سره جګړه کول او د هغوی وینه تویول، دا کشمیر پورې څه رابطه لري؟ خو له دنیا نه مو خواهش دی چې د دوی څېرې نورې هم بربنډې کړي."

پاکستاني سناتور مشاهد حسین په وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې سوله د کشمیر له سولې سره تړاو لري.

د سولي عالي شورا هم له دې وړاندې د نوموړي څرګندونې غندلي وې او هغه یې د افغانستان په چارو کې مداخله بللې وه.

XS
SM
MD
LG