د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د مالیزیا د فوټبال له ټيم سره د دوستانه لوبې د ترسره کولو تیاری نيسي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون فني مرستیال یوسف کارګر نن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د دوستانه لوبې هدف دا دی څو د اسیا هېوادونو جام سیالیو ته لار پیدا کړي.

ښاغلی کارګر وايي:

"د افغانستان د فوټبال ملي ټیم له لوبې مخکې مالیزیا کې خپل تمرین پیل کړی او د سې شنبې په ورځ د مالیزیا په کولمپور ښار کې لوبه وشي."

د ښاغلي کارګر د معلوماتو له مخې د افغانستان او مالیزیا د فوټبال د ټيمونو تر منځ دغه دوستانه لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام پر ۵:۳۰ بجو پیلېږي.

XS
SM
MD
LG