د لاسرسي لېنکونه

امریکايي چارواکي وايي چې د "مټیو" سمندري توپان خپله مرګونې لاره وهي او له امله‌یې د اتلانتیک سمندر په غاړې پرتې وچې د ړنګېدو په حال کې دي.

دغه چارواکي وايي چې مټیو سمندري توپان په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خطرناکه توپان دی چې د امریکا ختیځې غاړې ویجاړوي او تر اوسه‌یې په فلوریدا کې په پراخو ورانیو سربېره څلور تنه هم وژلي دي.

اخوا د امریکا ولسمشر باراک اوباما د توپان د زیانونو د مخنیوي په اړه تر یوې غونډې وروسته وویل چې دا توپان خطرناکه دی او باید خلک د چارواکو ټولو سپارښتنو او لارښونو ته پاملرنه ولري.

اوباما وايي:

"کومو خبرو ته چې ستاسو سیمه‌ییز چارواکي یې کوي سمه پاملرنه ورته وکړئ. که درته ووايي چې له سیمې ووځئ نو ژر تر ژره باید لوړو ځایونو ته ځان ورسوئ چې د احتمالي سیلابونو له امله زیان ونه‌وینئ."

د مټیو سمندري توپان له څو ورځو راهیسې په هایټي کې ۸۷۷ کسان وژلي دي او ډېرې سیمې د سېلابونو او سمندري څپو د راپورته کېدو په خاطر ویجاړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG