د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلينو درسي اعتصاب کړی


د ننګرهار کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلينو د شنبې په ورځ د برېښنا د نه‌شتون په غبرګون کې درسي اعتصاب وکړ.

دغه محصلين وايي، د دوی عملي زده‎کړې برېښنا پورې تړلې دي خو په خبره‌يې اوس وخت دوی ته د ورځې یوازې تر دوو ساعتو برېښنا ورکول کېږي چې په دې سره د محصلينو ستونزې نه حلېږي.

دوی د برېښنا ستونزې په غبرګون کې درسي اعتصاب پيل کړ او ګواښ‌يې وکړ تر هغه به د دوی اعتصاب دوام وکړي څو يې ستونزې نه‌وي حل شوي.

د هدایت‌الله په نوم یو محصل وايي:

"زموږ د درسي اعتصاب نه هدف دا دی چې ډېره موده کېږي موږ برق نه‌لرو یوازې د ورځې په موده کې یو ساعت او کله هم دوه ساعته جنراتور چالانېږي خو دایمي برق نه‌شته او بل زموږ پوهنځی ټول په برق روان دی چې برق نه‌وي زموږ درسونه هم پاتې دي پرته له برقه موږ درس نه‎شو ویلای."

بل محصل اشرف بیا وايي:

"له دې اعتصابه زموږ هدف دا دی چې دا دوه درې میاشتې کېږي زموږ برقونه خراب دي او دا خو علمي ځای دی باید د برېښنا ستونزه‌يې هواره شي."

فضل‌الرحمن بیا وايي:

"موږ نن درسي اعتصاب درلوده او برقونه نه‌شته دي موږ خپل غږ تر پوهنتون ریاسته ورسوه خو هېڅ‌چا زموږ غم ونه‌خواړه او تر هغه چې زموږ دا مشکل نه‌وي حل شوی موږ درسي اعتصاب ته دوام ورکوو."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ننګرهار پوهنتون مسؤلینو نظر هم واخلو خو ورسره په اړیکه نیونه بريالي نه‎شوو.

خو د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د برېښنا ستونزه عمومي ده او دوی هڅه کوي چې د دې ستونزې ته حل لاره پيدا کړي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼۍ
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼۍ

ښاغلی خوګياڼۍ وايي:

"د برېښنا ستونزه عمومي ده یوازې د پوهنتون یوه پوهنځي پورې اړه نه‎لري موږ هڅه کوو چې په ټوله کې د ننګرهار د برېښنا ستونزه هواره شي."

د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له‎مخې د جلال‎اباد ښار نفوس ته په کتو اوسنۍ برېښنا د دې ښار لپاره بسنه نه‌کوي او د دې ستونزې د بنيادي حل لپاره پلانونه جوړ شوي چې په عملي کېدو سره به نه‌یوازې د ښار اوسېدونکي بلکې شرکتونو او تعليمي ځایونو ستونزې به هم ورسره هوارې شي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG