د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

ډونالډ ټرمپ وايي، له انتخاباتو به لاس په سر نه‌شي


د امریکا متحده ایالتو د ولسمشرۍ انتخاباتو کاندید ډونالډ ټرمپ له انتخاباتو نه د لاس اخdستو په خاطر د جمهوري غوښتونکي ګوند د لوړپوړو غړو غوښتنه رد کړه.

ډونالډ ټرمپ وايي، د ښځو په اړه له خپلو کړو خبرو پښېمانه دی او بخښنه غواړي خو هېڅکله به له انتخاباتو لاس په سر نه‌شي.

واشنګټن پوسټ ورځپانې د ټرمپ یوه زړه وېډیو چې له لسو کلونو مخکې ثبت شوې وه خپره کړې او په‎کې ښکاري چې ټرمپ د ښځو په اړه خرابې خبرې کوي او له یوې واده شوې ښځې سره د خپلې جنسي اړیکې د ټینګولو کیسه تېروي.

ټرمپ بیا د وېډيو تر خپرېدو څو ساعته وروسته په یوه تازه وېډیو کې له خپلو خبرو بخښنه وغوښته خو ویې‌ویل چې له انتخاباتو لاس نه‎اخلي.

ټرمپ بیا د وېډيو تر خپرېدو څو ساعته وروسته په یوه تازه وېډیو کې له خپلو خبرو بخښنه وغوښته.
ټرمپ بیا د وېډيو تر خپرېدو څو ساعته وروسته په یوه تازه وېډیو کې له خپلو خبرو بخښنه وغوښته.

ټرمپ زیاته کړه:

"ما ژمنه کړې چې راتلونکي کې به یو ښه سړی واوسم او هېڅکله به تاسو شرمنده نه‌کړم. که صادقه واوسو موږ په یوه واقعي نړۍ کې اوسو. دا پرته له دې چې له اوسنیو سختیو او ستونزو څخه د فکرونو د لیرې کولو او مغشوشولو هڅه ده بل هېڅ هم نه‌دي. موږ خپلې دندې له لاسه ورکوو، د اتو کلونو پخوا په نسبت کمتره خوندي یو او واشنګتن په کامله توګه مات دی."

د واشنګټن پوسټ له‎خوا د ټرمپ د وېډیو تر خپرېدو وروسته د جمهوري غوښتونکي او ډموکراټ ګوند مهمو غړو او استازو په ټرمپ سخت انتقادونه وکړل او له انتخاباتو یې د هغه د لاس په سر کېدو غوښتنه وکړه.

له دې ډلې د استازو جرګې د یوتا، الاباما او نیوهمشایر ایالتونو جمهوري غوښتونکو استازو له ټرمپ بېرته خپل ملاتړ واخیست او د هغه خبرې یې ډېرې خرابې او د نه‌منلو وړ وبللې.

د استازو جرګې مشر جمهوري غوښتونکي پاول راین هم د ټرمپ د خبرو په خاطر هغه بلنه لغوه کړه چې تمه وه له ځینو نورو کسانو سره به په ګډه له ټرمپ سره وګوري.

په سنا کې د اکثره جمهوري غوښتونکو مشر مېچ مککانیل هم د ټرمپ خبرې ناوړه او د نه‌منلو وړ بللي دي.

پخوانۍ جمهوري غوښتونکې کاندیدې کارلي فلورینا وال سټریټ ژورنال ته ویلي ټرمپ باید له انتخاباتي مبارزې لاس په سر شي او جمهوري غوښتونکی ګوند باید د ټرمپ د ولسمشرۍ مرستیال کاندید د هغه ځای ناستی اعلان کړي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند د مرکزي کمېټې مشر رېنس پرېبوس ویلي چې د هېڅ یوې ښځې په اړه باید داسې خبرې ونه‌شي.

ان د ټرمپ د ولسمشرۍ مرستیال کاندید مایک پېنس هم د هغه خبرې توهینوونکې بللي دي.

د سیال ګوند ډموکراته کاندیده هېلري کلېنټن
د سیال ګوند ډموکراته کاندیده هېلري کلېنټن

اخوا د ټرمپ د سیال ګوند ډموکراتانې کاندیدې هېلري کلېنټن د ټرمپ د وېډیو تر خپرېدو وروسته وویل چې "دا وېروونکې ده. موږ دا سړی نه‌شو پرېښودلی چې ولسمشر مو شي."

کلېنټن همداراز د ټرمپ په اړه د یادې وېډیو تر خپرېدو وروسته "ښځې دا قدرت لري چې ټرمپ ودروي" تر عنوان لاندې د ښځو په واسطه د هغه پر ضد کمپاین هم پیل کړی دی.

ټرمپ په داسې حال کې له دغو انتقادونو سره مخ کېږي چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته پوره یوه میاشت پاتې ده او تمه ده د یکشنبې په شپه له خپلې ډموکراتې سیالې هېلري کلېنټن سره په دوهمه ټلوېزیوني مناظره کې برخه واخلي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG