د لاسرسي لېنکونه

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مسائلو ترڅنګ د کندز د جګړې او د پاکستاني سناتور د وروستیو څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې ولې حکومت په کندز کې د وسله‎والو طالبانو د جنایاتو ننداره کوي؟

د لیکوال د معلوماتو له مخې د کندز په شپږ ورځنۍ جګړه کې ډېری تلفات ملکیانو ته اوښتي چې د ملکي ټپیانو شمېر سلګونو تنو ته رسېږي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د وسله‎والو طالبانو وروستي تحرکات به کوم ځای ونه نیسي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي افغان ځواکونو د وسله‎والو مخالفینو د حملو د ماتولو لپاره لا له وړاندې امنیتي تدابیر نیولي دي.

دنیا:

دنیا ورځپانې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي په کندز کې د جګړې برخلیک تراوسه هم نامعلوم دی.

بل‎خوا کابل چاپ نورو ورځپاڼو د بیا د پاکستاني سناتور مشاهد حسین د وروستیو څرګندونو په اړه لیکنې کړي دي.

تازه د کشمیر په مسئله کې د پاکستان د صدراعظم خاص استازي مشاهد حسین په امریکا کې یوه انسټیټوټ ته ویلي و چې په کابل کې سولې ته د رسېدو لار په کشمیر پورې تړلې ده.

دنیا ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د کابل سوله د کمشېر له مسئلې سره هېڅ ارتباط نه لري.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي په کار ده چې افغانان د پاکستان او امریکا د ګټو لپاره ونه وژل شي او افغانان د کشمېر جګړه په افغانستان کې ونه کړي.

د سرمقالې لیکوال په نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او یو شمېر بشر دوستانه سازمانونو غږ کوي چې په افغانستان کې د پاکستان د روانې کړې جګړې پرضد د افغانستان لاس‎نیوی وکړي.

سرنوشت:

د سرنوشت ورځپانې د سرمقالې عنوان دی په افغانستان کې د کشمېر جګړه.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د پاکستاني سناتور وروستۍ څرګندنې او خبرې افغانانو ته روښانه پیغام لري او هغه دا چې جګړه د نورو د ګټو لپاره ده.

د سرمقالې لیکوال په وسله‎والو مخالفو ډلو غږ کوي چې د کشمېر جګړه په افغانستان کې مخ ته یونه سي، ټول افغانان یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي جګړې ته "نه" ووايي او د سولې او جوړ جاړي لاره خپله کړي.

XS
SM
MD
LG