د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

بارکزی: د ارزګان پولیسو زیاته برخه کم عمره ماشومان تشکیلوي


په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت یو شمېر استازي وایي چې په دغه ولایت کې ماشومان په سنګرونو کې د پولیسو تر څنګ ګمارل کېږي.

د یاد ولایت امنیه قوماندان هم دامني، خو وایي چي د پولیسو ټولو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان په خپلو لیکو کې پرې نږدي.

ارزګان ولایت چې څه د پاسه د ۴۸۰۰ د پولیسو تشکیل لري، ویل کېږي چې په سلو کي ۲۰ فیصده یې ماشومان دي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي عبیدلله بارکزي دشنبي په ورځ ازادي راډیو ته وویل، بغیرله دي چې د یاد ولایت په پولیسو کې ۱۸۰۰خیالي پولیس موجود دي ورسره په سلو کې ۲۰ فیصده یې ماشومان دي.

دي وایي وسله وال طالبان هم ماشومان د ځیني اهدافو لپاره د پولیسو لیکو ته استوي.

عبیدالله بارکزی
عبیدالله بارکزی

​هغه زیاته کړه:

"زموږ د ارزګان ولایت په پولیسو کې زیاتره ماشومان دي، وسله وال طالبان هم ماشومان پوستې ته استوي، هغه هلته پولیسو ته په ډوډۍ کې زهر ور اچوي."

ښاغلی بارکزی وايي، داستونزه یې څو واري د کورنیو چارو تر وزارت پوري رسولې ده.

د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې د پولیسو په لیکو کې د کم عمره ماشومانو د موجودیت راپورنه رد کړي و.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي وايي، د پوستو هغه قوماندانان به څارنوالۍ ته معرفي شي چې تر اتلسو کلونو کم عمره ماشومان یې ساتلي وي.

دی وایي هیڅ چاه ته به دا اجازه ورنه کړل شي چي د پولیسو له دندې ناوړه استفاده وکړي.

ولي جان سرحدي
ولي جان سرحدي

نوموړي زیاته کړه:

"زه خپله پردي موضوع کارکوم، هرهغه څوک چې عمرونه یی کم دي، زه به یې ډیر ژر د پولیسو له لیکو څخه وباسم اوهغه قوماندان به څارنوالۍ ته معرفي کړم."

له دي سره د افغانستان د مدني ټولنو او بشري حقونو د شبکې رئیس نعیم نظري وايي چې د نړیوالو بشري قوانیو له مخې هیڅ هېواد حق نه لري چې له ماشومانو څخه د امنیتي ځواکونو په لیکو کې استفاده وکړي.

دي وايي دا له بشري حقونو څخه سرغړونه ده اومرکزي حکومت باید په دي برخه کي جدي ګامونه واخلي.

هغه زیاته کړه:

"د نړیوالو بشري قوانیونو له مخې هیڅ هېواد حق نه لري چې له ماشومانو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې استفاده وکړي، کله چې موږ دا ډول راپورونه اورو نو دا په وضاحت ددې ښکارندوي کوي چې نړیوال بشري قوانین نقض کیږي."

ښاغلی نظري وايي دا چې د ارزګان په ولایت کې د اکثرو کورنیو اقتصادي وضعیت کمزوری دی نو دوي د مجبوریت له مخې خپل کمکي ماشومان د افغان ځواکونو په لیکو کې شاملوي.

د ښاغلي نظري په خبره حکومت باید د نورو اقداماتو ترڅنګ په هېواد کې د فقر او بې وزلې د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات وکړي څو مجبورې کورنۍ د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خپل اولادونه شامل نه کړي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG