د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي وايي، نن له غرمې مخکې د چپرهار ولسوالۍ اړوند د للمې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې په خبره يي یوازې موټر تخریب شوی.

خو راپورنه وايي چې په دې پېښه کې دوه بهرنیان زخميان شوي دي.

په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په راستولي ټلیفوني پيغام کې د یادې پېښې مسؤلیت منلی او وايي په دې پېښه کې يې شپږ تنو بهرنیو ځواکونوته مرګ ژوبله اړولې.

د یو بل خبر له مخې د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي نن شنبې شاوخوا درې بجې د بهسود ولسوالۍ اړوند د اډې اخندزاده سیمه کې د امنيتي ځواکونو صفر دوه قطعي پر موټر ځان وژونکی برید شوی چې د نوموړي په وینا په دې پېښه کې یوازې څلور ملکي وګړي زخميان شوي دي.

د دویمې پېښې مسؤلیت تر اوسه هیڅ وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG