د لاسرسي لېنکونه

د هرات ولایت اوبه ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال د ملي امنیت د ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

د ملي امنیت ریاست لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه نومول شوی ولسوال ملا عبدالله نومېږي او په هرات کې یې په بېلو بیلو تروریستي حملو کې لاس درلود.

خبرپاڼه وایي، د ملا عبدالله د نیول کېدو پرمهال د ده یو ملګری د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوی.

وسله والو طالبانو لا تراوسه په دی اړه څه نه دې ویلي.

XS
SM
MD
LG