د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

ولې ځینې امنیتي سرتېري وسله والو مخالفینو ته تسلیمېږي؟


یو شمېر پوځي کارپوهان او د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، یوشمېر افغان امنیتي ځواکونه د حکومت د نه پاملرنې له کبله وسله والو مخالفیونو ته تسلیمېږي.

دوی وايي، افغان ځواکونه ترخپله وسه جنګېږي، خو په ځینو مواردو کې د امکاناتو نشتوالي، د مشرانو د نه پاملرنې او د مخالفینو لخوا د پراخو تبلیغاتو له کبله مجبوره کېږي چې له وسله والو مخالفانو سره یوځای شي.

پخوانی لوی درستیز او پوځي کارپوه شېر محمد کریمي انتقاد کوي چې د امنیتي بنسټونو مشران په لیرو پرتو سیمو کې د هغو سرتېرو په اړه بې غوري کوي چې دا مهال د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.

پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریمي
پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریمي

هغه زیاته کړه:

"په خپله زموږ لخوا هم که د پولیسو رهبري وي او د یا د کوم بل ارګان رهبري وي د سربازانو توجه او مواظبت نشته، په اکثرو ځایونو کې مواظبت ډېر ضعیف دی په خپل وخت هغوی ته امتیازات او امکانات نه رسېږي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بادغیس د سیمه ییزو چارواکو په خبره تېره شپه د بالامرغاب ولسوالۍ د موري چاک په سیمه کې ۶۰ تنه افغان سرحدي پولیس د محاصرې په نتیجه کې طالبانو ته تسلیم شول.

د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي ازادي راډیو ته وویل چې دې پولیسو په ساعتونو جګړه وکړه، خو د مرستې د نه رسېدو له کبله اړشول چې طالبانو ته تسلیم شي.

که څه هم په دې اړه د سیمه ییزو چارواکو څرګندونې ضد او نقیضې دي، خو د بادغیس امنیه قوماندان عبدالروف تاج مني چې شاوخوا ۴۷ سرحدي پولیس په دې ولایت کې وسله والو مخالفیونو ته تسلیم شوي دي.

د ولسي جرګی غړی عبدالرحیم ایوبي هم وايي چې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د سرحدي لېوا پنځه اتیا سرتېري له سختې محاصرې وروسته طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت که څه هم دا مني چې د بالامرغاب ولسوالۍ په موري چاک سیمه کې یې له ۳۸ سرحدي پولیسو سره اړیکه پرې شوي خو وسله والو مخالفانوته د هغوی د تسلمېدو په اړه بې خبري ښي.

ددغه وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وايي سیمې ته تازه دمې ځواکونه ورغلي او هڅه کېږي چې له یادو سرتېروسره اړیکې ټینګې کړي.

دانش: هڅه کوو سیمه کې د پولیسو سره اړیکه ټینګه کړو.
دانش: هڅه کوو سیمه کې د پولیسو سره اړیکه ټینګه کړو.

هغه زیاته کړه:

"د تسلیمېدو په اړه یې موږ ته راپور نه دی رسېدلی داسې څه نشته یوازې له اته دیرش سرحدي سرتېرو سره مو ارتباط پرې شوی دی، خو موږ هڅه کوو چې له دوی سره اړیکې ټینګې کړو او د دوی د برخلیک په اړه ځان پوه کړو."

تردې وړاندې هم وسله والو مخالفانو ته د یوشمېر افغان امنیتي ځواکونو د تسلیمېدو خبره شوې، د دیارلسوه څلور نوویم کال د اسد په میاشت کې د بدخشان د تیرګران پوځي اډې یو سلو شل تنه امنیتي ځواکونه وسله والو ته تسلیم شوي وو خو وروسته بیا ټول د نا معلومو دلایلو له کبله خوشې شول.

په همدی حال کې د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي وايي چې افغان امنیتي ځواکونه د لازمې مرستې د نه رسېدو له کبله د سختې مجبورې له مخې په ځینو مواردو کې مخالفینو ته تسلیمېږي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG