د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ولسي جرګې عمومي غونډه د نصاب د کموالي او اجنډا د نشتوالي له امله نن جوړه نشوه.

ویل کېږي چې په نننۍ غونډه کې د ګوتو په شمېر وکیلانو حضور در لود او دې جرګې د بحث لپاره اجنډا هم نه درلوده.

یوشمېر وکیلانو د ولسي جرګې پر غړو تند انتفادونه وکړل چې په روان کړکېچن امنیتي وضعیت کې د هېواد د مهمو مسایلو په اړه بې غوري کوي.

په ملي شورا کې د خلکو د استازو غیر حاضري نوې خبره نه ده بلکې تردې وړاندې هم ورته انتقادونه شوي او له وکیلانو او سناتورانو نه غوښتل شوي چې غونډو ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG