د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

د کورنیو چارو وزارت د سیګار وروستی راپور رد کړ


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سیګار هغه راپور ردوي چې وايي په افغانستان کې د زرګونو امنیتي ځواکونو نومونه په لست کې شته، معاش اخلي، خو فزیکي حضور نه لري.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دوو کلونو راهیسې پر دې شکایتونو کار شوی او اوس په دې هکله څرګندونې بې ځایه دي.

ښاغلی دانش وايي چې اوس مهال له ۸۷ سلنې څخه ډېر پولیس ډیټابیس ته شامل شوي نو ځکه د ده په خبره د خیالي پولیسو ادعا نا سمه ده.

دانش:له ۸۷ سلنې څخه ډېر پولیس ډیټابیس ته شامل شوي.
دانش:له ۸۷ سلنې څخه ډېر پولیس ډیټابیس ته شامل شوي.

هغه زیاته کړه:

"موږ همدا اوس هم په هلمند، ارزګان، فراه او یو شمېر نورو ولایتونو کې پلاوي لرو چې زموږ ځواکونه په تېره بیا سیمه ییز پولیس له نږدې وګوري او ویې شماري، د دوه کلونو څخه د پخوا په پرتله وضعیت بدل شوی او د پولیسو ټول منسوبین په ډیټابیس کې شامل شوي، موږ د افغانستان په ملي پولیسو کې د افغانستان په هیڅ کومه سیمه کې خیالي پولیس نه لرو."

له دې وړاندې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي پولیسو او سرتېرو پر موجودیت بیا بیا اندېښنه ښودلې ده.

دې ادارې دا ځل د امریکا له دفاع وزارت څخه په یوه لیک کې غوښتي تر څو د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو او پولیسو د حضور په اړه سپیناوی وکړي.

د جان سوپکو په دې لیک کې پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت پوښتل شوی چې ایا په افغانستان کې یې په خیالي سرتېرو او پولیسو د ضایع کېدونکو پیسو د مخنیوي لپاره اقدامات کړي او که نه؟

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي مرستیال منیر منګل د پولیسو په لیکو کې د خیالي پولیسو موجودیت نه ردوي، خو وايي چې په دې اړه نه د سیګار او نه هم د افغانستان کورنیو چارو وزارت ادعا سمه ده.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي مرستیال منیر منګل
د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي مرستیال منیر منګل

هغه زیاته کړه:

"که چېرې یو مدیر یا یو قوماندان سیاسي ملاتړ ولري زه فکر نه کوم چې هغه دې کله هم د خیالي پولیسو مخه ونیسي، خو کوم راپور چې سیګار ورکوي باید چې کره شمېرنه یې د یوه باصلاحیته کمېسیون له خوا وشي ځکه ډېر کله داسې راپورنه یوازې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ جوړېږي او کره نه وي."

هغه وايي چې یوازې په ډیټابیس کې د پولیسو او سرتېرو ثبتول د خیالي تشکیلاتو مخه نشي نیولای بلکې د ده په خبره د هر کنډک تر مشره سالمه رهبري په کار ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي شورا ځینو غړو هم ډېر کله ادعا کړې چې په ولایتونو کې د پولیسو تشکیلات ډېر، خو فزیکي حضور یې کم دی.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي تېره اوونۍ ازادي راډيو ته وویل چې یوازې په دغه ولایت کې د ۱۸۰۰ په شاوخوا کې خیالي پولیس موجود دي.

په دې وروستيو کې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقا نور کينتور هم ويلي وو چې د هلمند د پوليسو په لس زره کسيزو تشکيلاتو کې ۵٠٠٠ تنه يې خيالي وو چې معاشونه يې د ده په وينا تر کورنيو چارو وزارت پورې د ځينو کسانو جېبونو ته تلل.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د روان کال په لومړیو کې د امنیتي ځواکونو په موجوده شمېر شک څرګند کړی وو او ویلي یې وو چې ښايي افغان ځواکونه په هغه اندازې نه وي چې له دې وړاندې یې امنیتی مسؤلینو شمېر ښودلی دی.

راپور: یوسف ځدراڼ

XS
SM
MD
LG