د لاسرسي لېنکونه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا به نن په سوريه کې د جګړې درولو لپاره دوو سيالو پرېکړه ليکونو ته رايه ورکړي.

يو پرېکړه ليک د روسيې او بل د فرانسې له خوا وړاندې شوى او هدف يې د سوريې کړکېچ ته د ډيپلوماټيک حل لپاره د ممکنه لارې چارې برابرول ګڼل شوي دي.

امنيت شورا به اول د فرانسې پېشنهاد شوي پرېکړه ليک ته رايه ورکړي چې په کې د روسيې او سوريې د ځواکونو له خوا په حلب کې د هر ډول هوايي بمباريو د درولو غوښتنه شوې ده.

که چېرې دغه سند ته مثبتې رايې ورکړل شي او ښايي روسيه يې ويټو کړي، له مخې به يې روسيه مجبوره کړاى شي د سلګونو ملکيانو د وژنې وضاحت ورکړي.

د شورا په مباحثو کې به ښايي د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري او نورو عالي رتبه غربي رهبرانو پر هغو تورونو هم تمرکز وشي، روسيه او سوريه يې تورنه کړې چې په قصدي ډول يې په حلب کې پر روغتونونو او ملکيانو په بمبارۍ سره «جنګي جنايتونه» کړي دي.

تمه کېږي د امريکا متحده ايالات، فرانسه او نور لوېديځ قدرتونه به امنيت شورا ته د روسيې وړاندې شوى پرېکړه ليک ويټو يا رد کړي.

XS
SM
MD
LG