د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

سرخط: امریکا تېرو ۱۵کلونو کې په افغانستان کې څه وکړل؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره له افغانستان سره د نړیوالو مرستو او په دې هېواد کې د نړیوالو ځواکونو پنځلس کلن حضور ته ځانګړي کړي دي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د نړیوالو پام لا هم افغانستان ته زیات دی.

سرمقالې لیکونکي د بروکسل کنفرانس ته په اشارې لیکلي چې نړیوالو له دې هېواد سره یوځل بیا د ډېرو مرستو ژمنې وکړې او دا ښیی چې د نړیوالو پام افغانستان ته زیات دی.

خو سرمقاله لیکونکي ویلي چې نړیوالو په افغانستان کې پر شفافیت او د اصلاحاتو پر راوستو ډېر ټینګار کړی او دا څرګندوي چې د دې مرستو د لګولو په هکله به حساب کتاب هم جدي وي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د نړیوالو د تازه مرستو ژمنو ته ځانګړې کړې او ویلي یی دي چې دا مرستې باید بیا غلا نشي.

په سرمقاله کې راغلي چې یوه جدي اندېښنه په ملي او نړیواله سطح همدا ده چې دا مرستې یوځل بیا شخصي جیبونو او د ملي او نړیوالو مافیایی کړیو لاس ته ورنشي.

سرمقاله لیکونکي په دې برخه کی د افغان چارواکو دې ژمنې ته هم اشاره کړې چې ویلي یی دي چې په دې برخه کې به جدي څارنه موجوده وي او له هرې افغانۍ څخه به حساب ورکول کېږي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې له افغانستان څخه د نړیوالو د ملاتړ موضوع را اخیستې او ویلي یې دي چې په بروکسل کنفرانس کې د نړیوالو د پنځلس اعشاریه دوه ملیارده ډالرو د مرستې ژمنه وښوده افغانستان یوازې نه دی.

سرمقاله لیکونکي د مالي ملاتړ ترڅنګ د نړیوالو سیاسی ملاتړهم د افغانستان لپاره مهم بللی او وایی چې اوس افغان حکومت ته په کار ده چې په هره برخه کی لازم اقدامات وکړي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې خپله سرمقاله په افغانستان کې د امریکا پنځلس کلن حضور ته ځانګړې کړې او ویلي یی دي چې امریکا تراوسه په خپله ژمنه کې نا کامه پاتې ده.

لیکوال څرګنده کړې افغانستان ته په تېرو پنځلسو کلونوکې د پام وړ مرستې راغلې او د ډیر پرمختګونه هم وشول خو امریکا او متحدین یی خپلې اصلي ژمنې نه دي عملی کړي.

د سرمقالې د لیکوال په خبره د امریکا او نړیوالې ټولنې اصلي ژمنه په افغانستان کې د امنیت او سولې ټینګښت وو خو لا تراوسه نه امنیت شته او نه هم با ثباته حکومت را منځ ته شوی.

سرخط:

او سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چې امریکا په تېرو پنځلسو کلونوکې په افغانستان کې څه وکړل؟

سرمقاله لیکونکي پرمختګونو ته هم اشاره کړې خو ویلي یی دي چې افغانستان لاهم له سختګو ستونزو او ننګونوسره مخامخ دی.

د سرمقاله لیکونکي په خبره لاهم په افغانستان کې جنګ په درز سره روان دی،خلک له ډول ډول ناخوالو سره مخامخ دي او وسله والو طالبانو ترڅنګ داعش بله جدي ستونزه په دې هیواد کې بلل کېږي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG