د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د یوشمېر تصفیوي عملیاتو پرمهال ۹۴ وسله وال وژل شوې دي.

د دغه وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد عملیات په کندز، فاریاب، بادغیس او بغلان کې ترسره شوې دي.

دفاع وزارت همدارنګه په دغو عملیاتو کې د ۶۱ نور وسله والو د ټپي کېدو خبر هم ورکوي.

دوی وایي، د دغو تصفیوي عملیاتو پرمهال له وسله والو په ډېره اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG