د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

د بلخ ولایتي شورا د یاد ولایت عدلي او قضايي ارګانونه په فساد تورنوي


د بلخ د ولایتي شورا استازي په عدلي او قضايي ارګانونو کې د اداري او اخلاقي فساد د موجودیت په اړه شکایت لري.

د بلخ ولایتي شورا مشر افضل حدید د یاد ولایت په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد د موجودیت په اړه شکایت لري او وايي چې په یادو ارګانونو کې مقررۍ د قومي روابطو او یا هم په مافیايي ډول د پیسو په بدل کې ترسره کېږي.

ښاغلي حدید په بلخ کې د اداري فساد سره د مبارزې په اړه وویل له دې سره چې په ټولو دولتي ادارو کې د فساد په وړاندې مبارزه پیل شوې خو سره له دې بیا هم د بلخ ولایت په عدلي او قضايي ارګانونو کې فساد خلک تر پوزو راوستي دي.

هغه وویل:

"تر ټولو ډېر فساد په همدې ادارو کې موجود دی، له دې سره چې په وړاندې یې مبارزه پيل شوې، خو بیا هم په یادو ارګانونو کې اداري فساد موجود دی او له امله یې مقررۍ په مافیايي ډول د قومي روابطو او یا هم د پيسو په بدل کې ترسره کیږي."

د بلخ ولایتي شورا مشر وايي هغه کسان په عدلي او قضايي ارګانونو کې د کدر په توګه پر دندو ګمارل شوي دي چې عملاً په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي او لا د فراغت سند نه لري.

ښاغلي حدید زیاته کړه:

"کوم کسان چې تازه په یادو ارګانونو کې پر دندو ګمارل کېږي، حتا په بلخ ولایت کې هم داسې کسان مقرر شوي چې عملاً پوهنتون کې زده کړې کوي، دوی اوس مهال د فارغو کسانو په توګه دې ارګانونو کې دنده ترسره کوي."

د بلخ ولایتي شورا مشر وايي سربېره پر دې چې په یادو ارګانونو کې دوی ته د اداري فساد د موجودیت په اړه شکایتونه رسېدلي، ترڅنګ یې نوموړی په دې ارګانونو کې د اخلاق فساد د موجودیت په اړه هم اندېښمن دی.

د بلخ ولایتي شورا مشر یې په اړه زیاتوي:

"د اداري فساد موجودیت په کلکه تاییدوم، زه دا مسئله نشم رد کولی، خو د اخلاقي فساد په اړه هم موږ ته کله کله له دې بنسټونو شکایتونه رسېدلي دي."

له دې سره چې د بلخ ولایتي شورا د مزارشریف عدلي او قضايي ارګانونه په اداري او اخلاقي فساد تورنوي، له بلخوا بیا د بلخ استیناف محکمې مشر محمد نجیم حمیدي وايي چې دا فساد یوازې عدلي او قضايي ارګانونو ته مختص نه دی، بلکې د دې ولایت ټولې دولتي ادارې په فساد لړلې دي.

هغه یې په اړه وویل:

"دا فساد د عدلي او قضايي ارګانونو په سطح نه دی، بلکې د بلخ ولایت په ټولو دولتي ادارو کې فساد موجود دی او هره ورځ موږ ته له دولتي ادارو څخه شکایتونو رسېږي."

د بلخ ولایت د استیناف محکمې مشر وايي چې دوی په قضايي ارګانونو کې د فساد د لمنځه وړلو او د خلکو ستونزو ته په موقع د رسیدګي په هدف هم په خپل قضايي سیستم او هم اداري تشکیلاتو کې تغیرات راوستي دي.

هغه یې په اړه زیاته کړه:

"موږ هم په قضايي تشکیلاتو او هم په اداري سیستم کې تغیرات رامنځته کړل، او نن تاسو د خلکو د اعتماد او باور نښه زموږ په اجرايیه امورو کې لیدلی شئ او تاسو شاهد یې چې په موقع د خلکو ستونزو ته رسیدګي کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې تل د بلخ ولایت اوسېدونکو عدلي او قضايي ارګانونونه په اداري فساد ککړ بللي او ویلي دي چې په موقع سره د دوی قضايي دوسیو ته رسیدګي نه ترسره کېږي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG