د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو د مفتش دفتر له پینټاګون غوښتي څو د هغو لسګونو زرو خیالي افغان سرتیرو په اړه د خپرو شویو راپورونو سپیناوی وکړي چې ویل کېږي یوازې د تنخواګانو په لیستونو کې موجود دي او نور حضور نه لري.

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو تنخواګانې د نړیوالو مرسته کونکو هېوادونو له خوا ورکول کېږي چې په کې د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د جوړلو او ملاتړ لپاره له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې میلیاردونه ډالر لګولي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش جان سوپکو پینټاګون ته په یو لیک کې ویلي چې د افغانستان په امنیتي ځواکونو ښايي یوه اندازه پیسې د خیالي سرتېرو په نوم په چل ول ضایع شوې اوسي.

نوموړي د رسنیو د هغو راپورونو یادونه کړې چې وايي په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو یوه لویه برخه چې د تنخواګانو په لیستونو کې شته د عمل په میدان کې هیڅ وجود نه لري او ددې تش په نوم خیالي سرتېرو تنخواګانې په فساد کې ښکیل سیمه ییز مشران ترلاسه کوي.

د جان سوپکو په دې لیک کې د امریکا د دفاع وزارت پوښتل شوی چې ایا په افغانستان کې په خیالي سرتېرو د امریکا د مالیه ورکونکو د پیسو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره یې اقدامات کړي او کنه.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې له هلمند څخه راپورونه ورکړل شوي چې دغلته په ځینو ولسوالیو کې د پولیسو په تشکیلاتو کې د یو شمیر داسې سرتېرو په نوم تنخواګانې اخیستل کېږي چې نومونه یې په لیستونو کې شته خو خپله د امنیتي ځواکونو په لیکو کې نه شته.

XS
SM
MD
LG