د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

ملګري ملتونه حلب کې د اوربند مسودې په اړه رایه اچونه کوي


فرانسه وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شنبې په ورځ د هغه پریکړه لیک په اړه رایه ورکوي چې د سوریې د حلب جګړې په اړه دی او مسوده یې دې هېواد وړاندې کړې.

په دې پریکړه لیک کې له روسیې او امریکا غوښتل شوي چې په حلب کې د یو فوري اوربند د ټینګېدو ضمانت وکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سوریې د جګړې په اړه د همدې پریکړه لیک د راپورته کولو په خاطر نیویارک ته ځي او هلته به دی د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې دا مسئله یاده کړي.

د امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو مطبوعاتي کنفرانس
د امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو مطبوعاتي کنفرانس

«ژان مارک ایرو» چې له خپل امریکايي او روسي سیالانو سره له لیدنو وروسته یې په واشینګټن کې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، هیله من دی چې د سوریې د جګړې په اړه به یې دا طرحه د امنیت شورا تصویب کړي او عملي به شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري چې له خپل فرانسوي سیال سره په دې خبري غونډه کې موجود وو خبریالانو ته وویل:

"روسیه او د اسد رژیم نړۍ ته تر یو سپیناوي زیات مسؤلیت لري چې ولې پر روغتونو، ماشومانو او ښځو بریدونو ته دوام ورکوي، دا داسې اقدامات دي چې د جنګي جنایاتو د څېړنې غوښتنه کوي او هغوی چې داسې اعمال ترسره کوي باید چې حساب ورسره وشي."

له دې سره په یو وخت په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویتالي چورکین پرون ګواښ وکړ چې روسیه به د امنیت په شورا کې د حلب ښار د جګړې د پای ته رسولو په اړه د فرانسې د طرحې د ردولو په خاطر د ویټو له حقه استفاده وکړي.

د جرمني صدارعظمه انګیلا میرکل
د جرمني صدارعظمه انګیلا میرکل

په ورته وخت کې د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل له روسیې غوښتي چې د سوریې پر حکومت دې له خپل اغېز څخه کار واخلي او د حلب د ښار بمباري دې پای ته ورسوي.

د نوموړي په وینا له دې پرته به پر روسیې د بندیزونو د لګولو دروازې پرانیستې وساتل شي.

د دې پریکړه لیک پر بنسټ به د حلب د پاسه د هیڅ ډول الوتنې اجازه نه ورکول کېږي.

د پریکړه لیک په متن کې چې د رویټرز خبري اژانس تر لاسه کړی همدارنګه د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بانکي مون څخه غوښتل شوي چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې دي د یو اوربند لپاره هڅې وشي او هر لورې چې سرغړونه وکړه پر ضد دې اقدامات وشي.

د فرانسې له خوا په وړاندې شوې دې طرحه کې له روسیې او امریکا غوښتل شوي څو د جګړې د پای ته رسولو ضمانت وکړي او د حلب ښار د پاسه ټولې پوځې الوتنې پای ته ورسېږي.

دا پریکړه لیک په داسې حال کې وړاندې کېږي چې د سوریې حکومتي ځواکونه چې د روسیې هوايي ځواک یې ملاتړ کوي د حلب د ښار د ختیځې برخې د نیولو لپاره دغلته د حکومت د مخالفو وسله والو سره په توده جګړه بوخت دي.

د حلب ښار په دې سیمه کې دوه سوه پنځوس زره ملکي وګړي هم له اوږدې مودې راهیسې په محاصره کې دي.

XS
SM
MD
LG