د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

امنيت شورا د سوريې په باب عاجله غونډه کوي


د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن جمعه په يوه اضطراري غونډه کې د سوريې په حلب کې د جګړو د درولو لپاره د ملګرو ملتونو پر تازه پلان بحث کوي.

په دې پلان کې په حلب کې مېشتې سخت دريځې ډلې هڅول شوي چې له دې ښاره ووځي.

د ملګرو ملتونو د دغه پلان له مخې به په سوريه کې په القاعده شبکې پورې د تړلې ډلې شا و خوا ٩٠٠ غړي له حلب ښاره دباندې ولېږدول شي.

د دې پلان پېشنهاد د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټيفن دي ميسټورا د پنجشنبې په ورځ وکړ چې ورسره روسيې امنيت شورا ته د دې غونډې د جوړولو غوښتنليک وړاندې کړ.

دي ميستورا پېشنهاد وکړ چې په شخصي ډول به د دې ډلې ملګرتيا کوي، څو د نورې وينې تويېدنې د مخنيوي لپاره له حلب څخه دباندې دېره شي.

ده خبردارى ورکړ چې د سوريې د حلب په ختيځ کې د فتح الشام ډلې تر ولکې لاندې سيمو باندې د روسيې او سوريې بمباري ښايي دغه سيمې د کال تر پايه په بشپړ ډول ويجاړې کړي.

روسيې او سوريې په حلب کې د دې سخت دريځې ډلې حضور د خپلو وحشيانه بمباريو لپاره د توجېه په توګه کارولى دى.

د دي ميستورا په وينا په دغو بمباريو کې په تېرو دوو اوونيو کې ٣سوه شپږاويا کسان وژل شوي دي.

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وويل،موږ د ٩٠٠ کسانو په باب خبرې کوو چې د دوى له کبله پر ٢ لکه او پنځه اويا زره کسانو حمله کېږي.

د ده په وينا فتح ډله چې رسماً د النصره جبهې په نامه يادېږي که چېرې په عزت سره له حلب څخه ووځي دى به په خپله د هغې ملګرتيا کوي.

دې مسئلې د روسيې عکس العمل هم پارولى دى، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو دغه پېشنهاد چې له مخې به يې په القاعده پورې د تړلې ډلې وسلوال له حلب څخه وځي، يو رغوونکى اقدام بللى او په دې کار کې يې د دقت غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG