د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

کوټه کې پر اورګاډي غبرګو چاودنو ٦ تنه وژلي او٢٠ نور ټپيان کړي


د بلوچستان مچ سيمې ته نيژدې د پنجاب راولپينډۍ ښار ته پر تلونکي يوه اورګاډي غبرګو چاودنو شپږ مسافر وژلي او شاوخوا شل تنه يې ټپيان کړي دي.

د جمعې په غرمه د «جعفر ايکسپريس» په نامه اورګاډى له کوټې د پنجاب راولپينډۍ ښار ته روان وو چې مچ سيمې ته نيژدې په «آبِ ګم» سيمه کې يو په بل پسې دوې چاودنې پر وشوې او په نتيجه کې يې شاوخوا پينځويشتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د مچ سيمې پوليس چارواکو رسنيو ته ويلي چې ناڅرګندو وسله والو د اورګاډي له پټلۍ سره له شپږو تر اتو کيلوګرامه چاودېدونکي مواد ښخ کړي وو او هغه وخت و چاودېدل چې اورګاډى يې پر څنګ تېرېده.

د پاکستان د اورګاډو مرکزي وزير خواجه سعد رفيق تر چاودنې وروسته په اسلام اباد کې رسنيو ته د معلوماتو ورکولو په وخت وويل چې پينډۍ ته د تلونکي اورګاډي پر دويمه ډبه چې لومړۍ چاودنه وشوه، نو اورګاډى سمدستي و درېد او کله چې مرستندوى کسان ورته را ورسېدل، نو د اورګاډي پر څلورمه ډبه هم ناببره چاودنه وشوه او اورګاډي ته يې زيات تاوان ور واړاوه

په دغو غبرګو چاودنو کې څلور تنه ځاى پر ځاى وژل شوي او تر شلو زيات پکې ټپيان شوي وو چې سمدستي د مچ سيمې روغتون ته وړل شوي دي.

په ټپيانو کې مېرمنې هم شاملې دي، د مچ روغتون سرچينې وايي په ټپيانو کې د ډېرو کسانو حالت مرګونى وو چې وايي له هغوى څخه دوو تنو نورو هم ساه ورکړې او د مړيو شمېر شپږ تنو ته رسېدلى دى.

د اورګاډو د مرکزي وزير خواجه سعدرفيق په وينا چاودنو د اورګاډو پټلۍ ته هم زيان اړولى چې وايي له امله يې د کوټې او پنجاب تر منځ د اورګاډو تګ راتګ د پټلۍ د رغېدو تر وخته ځنډولى دى.

پر اورګاډو د بريد مسؤليت د بلوچ ليبرېشن ارمي په نامه د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو يوه وسله وال سازمان پر غاړه اخيستى دى.

د يادونې وړ ده چې د بلوچستان په مچ او سيوۍ سيمو کې په وار- وار د کوټې او پينډۍ تر منځ پر تلونکيو اورګاډو وسله وال بريدونه شوي چې لسګونه کسان پکې وژل شوي او ټپيان شوي دي او مسؤليت يې اکثر خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو منلى دى.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG