د لاسرسي لېنکونه

د روسیې امنیتي چارواکي د شمالي قفقاز په انګوشیتیا جمهوریت کې په دوو جلا عملیاتو کې د داعش ډلې د یوه استازي او د پنځو نورو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د روسیې د تروریزم ضد ملي کمېټه وايي، دا وسله وال نن د «غازي یورت» په نوم د انګوشیتیا په یو کلي او د «نزران» په نوم په لوی ښار کې ووژل شول.

د راپورونو له مخې په وژل شویو کې یو «زبیري ساوتییف» نومیږي چې اوس اوس له سوریې څخه ستون شوی و او باور دادی چې په سوریه کې یې د داعش ډلې په لیکو کې جګړه کوله.

د چارواکو په وینا ساوتییف د تروریستي بریدونو د تنظیمولو لپاره انګوشیتیا ته رسېدلی و.

XS
SM
MD
LG