د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پوځي عملیاتو کې د لسګونه وسله والو مخالفینو د وژل کېدو خبر ورکوي.

دفاع وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې د افغانستان ملي دفاعي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ګډ عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ټول ۶۴ وسله وال مړه او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت بیان زیاتوي چې د کندز په عملیاتو کې د تخار لپاره د طالبانو له خوا د ټاکل شوي والي په ګډون اتلس کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

بیان همداراز په غزني ولایت کې د ۲۶ طالبانو د مړینې، د ۱۵ د ټپي کیدو او د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د ۱۷ طالبانو د مړینې او ۳ نورو د ټپي کیدو خبر ورکوي.

دفاع وزارت همداراز وايي چې په دې جګړو کې د ملي اردو نهه منسوبان هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG