د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

وزیرستاني کډوال: زموږ د مشرانو خوندیتوب دې یقیني شي


خوست کې مېشت د وزیرستاني کډوالو مشران له افغان حکومت نه غوښتنه کوي چې د دوی د یو تن قومي مشر ملک محمدعمر خان د وژنې قضیه تعقیب کړي او د دا ډول هدفي وژنو د مخنیوي لپاره دې جدي تدابیر ونیسي.

دوی زیاتوي، کچېرې د وزیرستانیو کډوالو د مشرانو ساتنې او خوندیتوب ته کلکه پاملرنه ونشي، نو د ورته نورو هدفي قتلونو ګواښ هم موجود دی.

د وزیرستانیو کډوالو یو تن دیني عالم مولوي عبدالخالق حقاني ازادي راډيو سره په خبرو کې ملک عمر خان د کډوالو د حقونو یو کلک مدافع وباله او اندېښنه يې څرګنده کړه، کچېرې د دې هدفي وژنو مخه ونیول شي، نو دا ګواښ د کډوالو نورو مخورو دیني او ټولنیزو شخصیتونو ته هم متوجه کېدای شي.

مولوي عبدالخالق حقاني زیاتوي:

"دا کومه واقعه چې د افغانستان په ځمکه په کېمپ کې جوړه شوله او دی او ملک عمر خان په حق ورسېده، موږ ټول قبایل د دې پېښې تردید کوو چې دا ډېر زیاتی وشو، ده به همېشه د قوم لپاره د مهاجرینو او کډ‌والو لپاره خیر غوښته، مطالبه مو داده که دا نمونه هدفي وژنې کېږي، نو په دې سره به د هر یو شخصیت ژوند په خطره کې وغورځېږي، د دې لپاره موږ د حکومت نه هم مطالبه کوو چې زموږ د مشرانو حفاظت دې وکړای شي."

مولوي عبدالخالق حقاني وړاندې وویل چې ملک محمد عمر خان د خپل قومونو د خیر غوښتنې او ستونزو د حل لپاره ډېرې هڅې او کوښښونه کول او که کوم مجلس او جرګه کې يې ترخې خبرې هم له خولې راوتې، نو د وزیرستانیو کډوالو د حقوقو او د دوی د ژوند د ارامۍ په خاطر وې.

په خوست کې د کډوالو یو بل تن مشر ډاکټر حیات محسود وايي، ملک عمرخان تر ځاني مفاداتو د قوم ګټو ته لومړیتوب ورکاوه:

"عمرخان وزیر زموږ ډېر مخور سپین ږیری، زړور او پیاوړی مشر وو چې څومره ما نږدې نه پېژانده، څو وارې غونډې وشوې، د مهاجرینو د حقوقو نه به يې ډېره دفاع کوله، په هر ځای کې به يې د ځان په پرتله قوم ته ترجیح ورکوله، غریبو او ړو کسانو ته به يې غوښتنې کولې."

ډاکټر حیات محسود زیاته کړه چې ملک عمرخان مخکې په پاکستان او بیا اوس دلته په افغانستان کې د قوم په خدمت بوخت وو.

نوموړي هم د افغان حکومت غوښتنه وکړه چې د کډوالو د مشرانو د ژوند د تحافظ او خوندیتوب لپاره تدابیر ډېر کړي.

په ګلان کېمپ کې د وزیرو قوم یو بل تن مشر قومي عمرالدین وايي چې په دې وژنې سره د نورو مېشتو وزیرستانیو کډوالو ژوند هم له ګواښ سره مخامخ کېدای شي، همدارنګه په جرګو، مرکو او نورو قومي پریکړو کې د ملک عمرخان کمی او تشه به تر ډېره د دوی په منځ محسوسه وي.

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ په خوست کې د مېشتو وزیرستانیو کډوالو او مشرانو ته يې ډاډ ورکوي چې ځايي کشفي او امنیتي ارګانونه به د ملک عمرخان د وژنې قضیه تعقیب کړي او عاملین به يې د قانون منګولو ته وسپاري.

مبارزمحمد ځدراڼ زیاته کړه:

"د وزیرستانیو کډوالو وروڼو او خویندو ته ډاډ او اطمینان ورکوو چې په دې ارتباط به په ځانګړي ډول ولایتي اداره دوامداره پلټنې کوي، تر څو هغه کسان چې په دې بږنونکي پېښه کې لاس لري مالوم او ونیول شي."

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ وړاندې وویل، له مخکې د ګلان په کېمپ کې د کډوالو د امنیت د خوندیتوب او نظم د تامین لپاره د پولیسو یوه امنیتي حوزه موظفه شوې او تر دې وروسته به د خوست امنیتي ارګانونه یاده حوزه نوره هم پیاوړي، اکمال او تجهیز کړي.

د خوست والي ویاند یادونه وکړه، کچیرې د ګلان کېمپ په ګډون د خوست په هره سیمه کې کډوال په ځانګړي ډول مشران يې په کوم علت د خطر احساس کوي، کولای شي، پوزي ادارې خبرې کړي، تر څو مخکې له مخکې د خطر او تهدید مخه ونیول شي.

ملک عمرخان وزیر له خپلې کورنۍ سره له تېرو دونیمو کلونو راهیسې د نورو وزیرستانیو کډوالو تر څنګ د خوست د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کېمپ کې اوسېده چې وړمه شپه په خپل کور کې د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو او بریدګر په تېښته بریالي شول.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG