د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د پاکستان پارلمان یو نوی قانون تصویب کړ چې له مخې يې د ناموسي قتلونو په سزا کې زیاتوالی راځي.

ددې قانون له مخې چې پرون له ساعتونو بحث وروسته تصویب شو د ناموسي وژنې په قضیه کې مجرم پېژندل شوي کس ته تر ۲۵ کاله بند سزا ورکول کېږي.

دغه راز د مقتول د کورنۍ غړي نشي کولی چې وژونکي ته بخښنه وکړي.

په پاکستان کې د ناموسي وژونو په نامه یو زیات شمېر ښځې او نجونې وژل شوي دي.

د پاکستان یو شمېر سخت دریځو ډلو د ناموسي قتلونو په اړه له دې نوي قانون سره مخالفت څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG