د لاسرسي لېنکونه

یو امریکايي او دوه روسيي وګړي له متحده ایالاتو څخه روسيې ته په غیر قانوني توګه د حساسې پوځي ټکنالوژۍ د انتقالولو په تور نیول شوي دي.

د امریکا د عدليې وزارت وايي، دغو درې واړو په متحده ایالاتو کې مایکرو الکترونیک وسایل اخیستل او بیا يې د لوړې سطحې پر ټکنالوژۍ د حکومت له ماليي په پټه روسيې ته لېږدول.

که چېرته نیول شوی امریکايي او ورسره ملګري دوه روسيې اتباع مجرم وپېژندل شي نو په پینځه ویشت کال بند او یو میلیون ډالر جریمه محکومېږي.

XS
SM
MD
LG