د لاسرسي لېنکونه

په تاجکستان کې د بشري حقونو دوه مدافع وکیلان د حبس په اوږده سزا محکوم شول.

دا دوه تنه په دې تورن وو چې په تاجکستان کې یې خلک د حکومت په وړاندې پاڅون ته هڅول او نا ارامیو ته یې لمن وهل.

د دوشنبې د ښار محکمې پرون «بزرګ مهریاروف» او «نورالدین محکموف» په همدې جرم محکوم کړل او یاروف یې ۲۳ کاله او محکوموف یې ۲۱ کاله بند محکوم کړل.

یاروف او محکوموف د بېګناهۍ ادعا کړې او ویلي یې دي چې د دوی محاکمه سیاسي اړخ لري.

یاروف د تاجستان د اسلامی نهضت د ګوند د ۱۳ تنو مدافع وکیل وو چې په ۲۰۱۵ کال منع اعلان او د یو تروریستي سازمان په توګه وپېژندل شو.

د بشري حقونو نړیوال څارندوی، هیومن رایتس واچ چې مرکز یې په امریکا کې دی، د دغو دوو تنو د زر خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG