د لاسرسي لېنکونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرتګال پخوانی صدراعظم انتونیو ګوتیریس د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي په توګه نوماند کړ.

د امنیت شورا ټولو پنځلسو غړو پرون پنجشنبې له ګوتیریس نه ملاتړ وکړ اوس باید د ملګرو ملتونو ۱۹۳ غړي په عمومي غونډه کې د ده په اړه رایه اخیستنه وکړي.

دغه رایه اخیستنه راتلونکې اوونۍ کېږي او انتظار کېږی چې ۶۷ کلن ګوتیریس به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي شي.

دی د اوسني منشي بان کي مون پر ځای چې له جنوبي کوریا څخه دی او لس کاله یې په دې څوکۍ کار کړی، ټاکل کېږي.

د ۷۲ کلن بان کي مون د کار موده د ۲۰۱۶ کال په اخر کې پای ته رسېږي.

ګوتیریس له ۱۹۹۵ نه تر ۲۰۰۲ کاله پورې د پرتګال صدراعظم وو.

XS
SM
MD
LG