د لاسرسي لېنکونه

د کندز د ولایتي شورا رئیس وايي، لاهم په کندز ښار کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

محمد یوسف ایوبي نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې په کندز ښار کې په کافي اندازه افغان ځواکونه موجود دي خو د وسله والو طالبانو په ځپلو نه دي توانېدلي.

ښاغلي ایوبي زیاته کړه داسې معلومېږي چې مرکزي او سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره کومه جدي اراده نه لري.

ایوبي وايي، که د کندز ښار په اړه جدي تصمیم ونه نیول شي دغه جګړه به ورځې ورځې وخت ونیسي چې مخه نیول به یې په لوړه بیه تمام شي.

هغه وویل چې کندز ښار کې د جګړې اوږدېدو پر خلکو اوبه، ډوډۍ او برېښنا قطعه کړې چې دوام به یې کندز ښار کې بشري ناورین رامنځته کړي.

دا په دې حال کې ده چې تېره ورځ په کندز ښار کې د کمانډو ځواکونو ویاند احمد جاوید سلیم ازادي راډيو ته ویلي و چې طالبان یې د کندز ښار له زیاتو سیمو پر شاتمبولي دي.

طالبانو پنځه ورځې وړاندې پر کندز ښار له څو اړخونو بریدونه پیل کړل او یو شمېر برخې يې ونیولې.

XS
SM
MD
LG