د لاسرسي لېنکونه

د پروان والي د دغه ولایت ښوونکو ته ډاډ ورکړ چې ښوونکو ته به د کور جوړولو په خاطر نمرې وویشل شي.

محمد عاصم عاصم دا خبره ازادي راډیو ته د دغه ولایت د ښوونکو د شکایتونو له امله وکړه چې ډېری یې د کور او سرپناه د نه درلودلو له امله کوي.

د پروان ولایت یوه ښوونکې وایي چې کله یو ښوونکی هوسا نه وي نو ښوونه او روزنه نشي کولای.

د پروان چارواکي وایي؛ کومې ځمکې چې د ښوونکو لپاره په نظر کې نیول شوې وې او زور واکانو غصب کړي دي، بېرته به یې د دوی له منګولو راوباسي.

XS
SM
MD
LG