د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

امریکا ته د روسیې نوی خبرداری


روسي چارواکو ګواښ کړی چې که امریکایي الوتکې پر سوریې برید وکړي، روسیه ښایي هغه راوغورځوي.

دا ګواښ د روسیې د دفاع وزارت د ویاند له خوا خپور شوی دی.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند «ایګور کواشینکوف» ګواښ کوي چې که د امریکا تر مشرۍ لاندې ائیتلاف الوتکې د سوریې د حکومت پر ځواکونو برید وکړي، د روسیې د دافع هوا سیستم ښایي هغوی راوغورځوي.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کواشینکوف
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کواشینکوف

"زه غواړم د امریکا د ستراتیژۍ طراحانو ته یادونه وکړم چې په سوریه کې د حمیمیم او تارتوس قرارګاوې د «S »300 او «S 400»په دافع هوا سیسټم سمبالې دي او د دغه پوښښ وړانګې ښايي هغو الوتکو ته چې په دې سیمه الوتنې کوي د حیرانتیا وړ وګرځي، دوی باید پوه شي چې د دغو دافع هوا سیستمونو روسي مسؤلین ښايي د دې وخت ونه لري؛ د هر راکټ د خوځېدو د لوري په باب د امریکا او روسیې تر منځ د مستقیمې کرښې له لارې د معلوماتو غوښتنه وکړي."

دې روسي جنرال زیاته کړه؛ دی امریکا ته سپارښتنه کوي چې خپل د دې پلان عواقب ژور وڅېړي.​

دا تر ټولو جدی او روښانه ګواښ دی چې تر اوسه د روسیې د یوه پوځي چارواکي لخوا د سوریې په جګړه کې خپور شوی دی.

دا ګواښ په داسې وخت کې خپرېږی چې د امریکا او روسیې تر منځ اړیکې سړې شوي دي.

د تېرې اوونۍ له وروستیو نه تر اوسه روسیې په سوریه کې «S 300» راکټونه ځای په ځای کړي او دری الوتکې وړونکې سترې بېړۍ یې د مدیترانې سمندر ته استولي دي.

په هغو روسي الوتکو کې چې د سوریې په غاړو کې درول شوي څو لیرې واټن ویشتونکي «S 400» راکټونه هم ځای په ځای شوي دي.

د واشنګتن پست ورځپاڼې د اکتوبر په څلورمه نېټه ولیکل چې د امریکا د دفاع وزارت پر حلب تر برید وروسته د سوریې د حکومت پر ځواکونو د احتمالي برید د څو طرحو وړاندیزونه د جمهور رئیس اوباما ادارې ته کړي دي.​

امریکا په دې اړه پریکړه هغه وخت وکړه چې د روسیې او سوریې جنګي الوتکو د حلب په ښار برید وکړ او په سلګونو ملکی کسان یې ووژل.

روسیې او سوریې په دې وروستیو کې پر حلب درنه بمباري وکړه.
روسیې او سوریې په دې وروستیو کې پر حلب درنه بمباري وکړه.

متحده ایالتونو د تېرې اوونۍ په سر کې اعلان وکړ چې د سوریې په باب له روسیې سره د همکارۍ خبرې دروي، هغه خبرې چې موخه یې په سوریه کې اوربند وو.

په واشنګتن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي د روسیې د دفاع وزارت د ویاند په وینا نیوکه وکړه او ویې ویل؛ دا خبرې د یوه ډیپلوماټیک حل په لوري د خوځښت لپاره مناسبې نه دي.

خو ده زیاته کړه چې روسیه باید یوازې د خپل ځان په استازیتوب وغږېږي او امریکا د سوریې په بحران کې مختلف امکانات په نظر کې لري چې ټول یې د حل د دډیپلوماټیکو لارو پر شا اوخوا څرخي.

XS
SM
MD
LG