د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

کومانډو ځواکونه: کندز ښار کې افغان ځواکونو پرمختګ کړی


کندز کې له څلورو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده، د دغې جګړې له کبله ښار کاملاً تړل شوی، د ښار واټونه خالي دي او له هرې خوا نه د سپکو وسلو ډزې اورېدل کېږي.

د کندز ښار اوسېدونکي وايي روانې جګړې ستونزو سره مخ کړي.

د کندز ښار مرکزي چوک سره د دې ولایت څو تنو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل:

"هاشم یم، جګړو بد حال جوړ کړی، بازار کې نه ډوډۍ، نه اوبه او نه هم برق شته.

-خان ګل یم، دوکانونه بند دي او خلک ټول در په دره شول او چاته ډوډۍ نه پیدا کېږي."

کندز ښاریان له مرکزي حکومته غواړي چې ژر تر ژره دغه جګړه پای ته ورسوي او کنه په دې ښار کې به انسانې ناورین رامنځته شي.

د دغه ښار اوسیدونکي وايي چې دوی دا مهال د اوبو، خوراکي توکو او برېښنا د نشتوالي له امله ستونزو سره مخ دي.

د افغان کمانډو ځواکونو ویاند تورن احمد جاوید سلیم
د افغان کمانډو ځواکونو ویاند تورن احمد جاوید سلیم

په ورته وخت کې کندز کې د افغان کمانډو ځواکونو ویاند تورن احمد جاوید سلیم رسنیو ته وویل چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د افغان کماندو ځواکونه وتوانېدل چې د کندز ښار، د سپین زر شرکت ګولائي، ناشر سینما څلور لارې او د امام صاحب بندر یو شمېر سیمې د طالبانو له شتونه تصفیه کړي.

ښاغلي سلیم زیاته کړه:

"موږ د کندز ښاریانو ته ډاډ ورکوو په هغو سیمو کې چې وسله‎وال طالبان دي، هغه هم د هغوی له وجوده تصفیه کوي او غواړو چې خلک ته د امن فضا برابره کړو او موږ هېڅ ډول ستونزې نه‎لرو."

د یادونې وړ ده چې لا هم د کندز ښار په یو شمېر څنډو کې وسله‎وال طالبان له لوړو ودانیو څخه پر افغان ځواکونو برېدونه کوي او افغان ځواکونه هم په درنو او سپکو وسلو د هغوی ځواب ورکوي.

بل‎خوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د ښار هغه سیمې چې وسله‎والو طالبانو نیولي دي لا هم د دوی په کنټرول کې دي.

اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG