د لاسرسي لېنکونه

ایران او ویتنام موافقه کړې چې په خپلو کې سوداګري پراخه کړي.

ولسمشر حسن روحاني نن په هانوي کې د دې موافقې له لاسلیکولو وروسته خبریالانو ته وویل، دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې په خپلو کې د راکړې ورکړې کچه دوه میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

روحاني زیاته کړه:

"ایران چمتو ده چې ویتنامي شرکتونو ته امکانات برابر کړي څو وکولای شي په ایران کې د ګاز او نفت په برخو کې پانګونې وکړي او په دې برخه کې پخوانۍ موافقې عملي کړو."

په پام کې ده چې روحاني د ویتنام له سفر وروسته مالیزیا او ټایلنډ ته ولاړ شي او د آزیان د همکارۍ د ډیالوګ په نوم د بین الحکومتي ادارو په غونډه کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG