د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

حزب اسلامي سره پر سولې اعتراض او هرکلی


په کابل کې یو شمېر ځوانانو د افغان حکومت د سولې له هڅو ملاتړ وکړ او ویې‌ویل چې حکومت باید د سولې د ټینګښت لپاره نه‌ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

د پکتیکا ولایت یو شمېر ځوانان د افغان حکومت او حزب‎اسلامي تر منځ روغه جوړه مهم ګام بولي او وايي چې دې کار په افغانستان کې ثبات ټینګېدو ته خوشبینه کړي دي.

دوی چې شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېده د پنجشنبې په ورځ په کابل کې سره راغونډ شوي وو او ویل‌یې چې ډېری افغانان د سولې د بهیر ملاتړ کوي نو حکومت باید دې هڅو ته دوام ورکړي.

د غونډې یوه جوړونکي محمد ابراهیم افضلي دې ناستې ته وویل، د دې وخت راغلی چې هر څوک د سولې د سفیر په حیث کار وکړي.

ښاغلي افضلي زیاته کړه:

"څلوېښت کاله کېږي چې په دې هېواد کې جنګ دی هره ورځ زموږ او تاسې ځوانان متأثره دي نو باید موږ تاسې ټول له ځانه د سولې سفیران جوړ کړو، څو دا هېواد د دې بدبختۍ او جنګ نه خلاص کړو."

د ځوانانو د چارو معین کمال سادات دې غونډې ته وویل چې د سولې لپاره به د ځوانانو په مټ یو ملي کمپاین پیل کړي څو د دې بهیر په وړاندې شته ځيني شکونه کم شي.

د ځوانانو د چارو معین کمال سادات
د ځوانانو د چارو معین کمال سادات

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"موږ ځوانان یو او د سولې لپاره به ملي کمپاین پیلوو دا ملي کمپاین به د خپل ځان، کورنیو، کلیو، ولسوالیو، ولایتونو او افغانستان په کچه وي دا به هر ځای وي څو هر چاته د سولې پیغام او بلنه ورسېږي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تېره پنجشنبه د حزب‎اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې تفاهم‎لیک لاسلیک کړ.

حزب اسلامي سره د سولې خبرو له وروستي کېدو سره په بېلابېلو ولایتونو او کابل کې د حکومت او حزب‎اسلامي تر منځ د پخلاینې له دې بهیره د خلکو هرکلي غونډې کېږي او دا ګام یو تاریخي پرمختګ یادوي.

خو د دې تر څنګ بیا ځیني ګوندونه او ټولنې اندېښنه څرګندوي چې حکومت باید د سولې په بدل کې عدالت قرباني نه‌کړي.

ځیني ګوندونه او ټولنې اندېښنه څرګندوي چې حکومت باید د سولې په بدل کې عدالت قرباني نه‌کړي.
ځیني ګوندونه او ټولنې اندېښنه څرګندوي چې حکومت باید د سولې په بدل کې عدالت قرباني نه‌کړي.

د جګړو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې غورځنګ غړو د پنجشنبې په ورځ د کابل په شهرنو پارک کې په همدې اړه اعتراضیه غونډه رابللې وه او د حزب‎اسلامي سره د سولې پر ضد یې شعارونه ورکول.

د رسولي په نوم د دې غورځنګ غړي د اعتراض غونډې پرېکړه‎لیک ولوست چې په یوه برخه کې یې راغلي وو:

"په داسې حال کې چې موږ د سولې غوښتونکي یو خو داسې سوله چې عدالت په‎کې قرباني شي په رسمیت نه‌پېژنو. موږ رسماً د حکمتیار او حکومت تر منځ پر تړون اعتراض لرو او د حکمتیار قضایي مصؤنیت باید لیرې شي. د ګلبیدین حکمتیار او نورو جنګي جنایتکارانو داسې بخښل د جنګ د قربانیانو حقوق او د عدالت ټینګښت تر پوښتنې لاندې راولي."

خو نړیوالې ټولنې د افغانستان د ستونزې حل د سولې خبرې بللي او د حزب اسلامي سره له روغې جوړې یې هرکلی کړی دی.

افغان حکومت هم د حزب‎اسلامي سره د سولې د تفاهم‎لیک لاسلیک یوه لاسته راوړنه بولي او هیله‌یې ښودلې چې نورې وسله‎والې ډلې هم بین‌الافغاني خبرو ته کېني.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG