د لاسرسي لېنکونه

طالبانو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون دولس غړي ووژل.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د جوزجان له سیمه‌ییزو پولیسو سره د مرستې په هدف د فاریاب له بلچراخ ولسوالۍ څخه راروان شوي و چې تېره شپه په نښه شول.

د ښاغلي غفوري د معلوماتو له مخې دا کسان د درزاب ولسوالۍ د آق سای کلي اوسېدونکي وو.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه پیغام کې د دولسو کسانو وژنه تائید کړې ده.

XS
SM
MD
LG