د لاسرسي لېنکونه

تمه ده چې اروپايي پارلمان نن د کریمیا تاتار سیاستوال مصطفی جمیلوف او دوه یزیدۍ مېرمنې نادیا مراد باسي او لامعه اجي د ساخاروف په نوم د فکر د آزادۍ لپاره د اروپايي پارلمان د سږنۍ جایزې د ګټونکو په توګه اعلان کړي.

جمیلوف د پخواني شوروي پر مهال د بشري حقونو فعال او د کریمیا د تاتارانو د مجلس پخوانی مشر دی چې د روسیې له‎خوا د اوکراین د کریمیا ټاپو له اشغال سره‌یې کلک مخالفت څرګند کړ.

نوموړی اوس په کیف کې استوګن دی.

په اروپايي پارلمان کې دوه ښي اړخي معتدلې ډلې د جمیلوف ملاتړ کوي خو سوسیال ډیموکراټ او لېبرال ډلو یزیدۍ مېرمنې رامخکې کړې دي.

دا دواړه ښځې د اسلامي دولت وسله‎والو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د عراق په شمال کې له خپل کلي څخه وتښتولې.

دوی وروسته وتښتېدې او اوس د یزیدۍ مېرمنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د کاندیدانو په فهرست کې د ترکۍ ورځپاڼې جمهوریت مسؤل مدیر جان دوندار «Can Dundar» هم شامل دی چې زرغونې ډلې او ښي اړخي او کیڼ اړخي تندلاري یې ملاتړ کوي.

نوموړی تېر کال په نوامبر میاشت کې د ترکیې د استخباراتي ادارو له‎خوا د سوریې د حکومت وسله‎والو مخالفینو ته د وسلو د قاچاق په اړه د راپور له خپرولو وروسته ونیول شو.

په فهرست کې همداراز د چین د ایغور اقلیت سوله‌ییز مدافع الهام توهتي چې په عمري بند په سزا محکوم دی هم شامل دی.

په پام کې ده د اروپايي پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټه له دې لېست څخه درې کسان د دې جایزې د ګټونکو په توګه غوره کړي.

XS
SM
MD
LG