د کندز یو شمېر خلک او مدني فعالان وايي، دې ولایت کې باید د بېګناه خلکو د وینې توېيدنې لړۍ ژر تر ژره بنده شي.
دا فعالان چې تازه له دغه ولایته کابل ته راغلي وویل چې د کندز په زیاتو برخو کې اور لګېدلی، ټپیانو ته لومړني درمل نهشته او د خوراک لپاره هم هېڅ نهپیدا کېږي.
مدني فعال ازدا یحیايي د پنجشنې په ورځ کابل کې جوړې شوې خبري غونډې ته وویل، حکومت د کندز له لومړي سقوطه درس وانهخیست، بیا هم طالبانو له شته خلاوو څخه په استفادې وکړای شول د دغه ولایت ډېرې برخې ونیسي او روان وضعیت دا ښيي چې قصداً دا هڅه کېږي چې دغه ولایت د جګړې ډګر وي.
ښاغلي یحیايي زیاته کړه:
"تېر ځل حکومت وویل چې یوه اشتباه وشوه، تېروتنه یو ځل وي د دوهم ځل لپاره بیا تېروتنه نه بلکې انتخاب وي فکر کوم دا مو مشخصه کړې چې یوازې د کندز ولایت د جګړې ډګر وي خو موږ د کندز خلک غواړو چې نهیوازې کندز بلکې هېڅ ولایت هم باید د جګړې ډګر ونهګرځي."
یادو مدني فعالانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې کندز کې د روان ناورین په پای ته رسېدو کې خپل رسالت سرته ورسوي.
زاهد کریمزي د اعلامیې یوه برخه داسې ولوسته:
"موږ کندزیانو د جګړې درد لیدلی، نو له حکومت او مخالفو وسلهوالو په کلکه غوښتنه کوو چې جګړه د حل لاره نهده او د بینالافغاني تفاهم له لارې باید دواړه لوري سولې ته غاړه کېږدي او په افغان حکومت نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غږ کوو چې نور د عامو وګړو د وژنې مخه ونیسي."
درې ورځې وړاندې طالبانو له څلورو خواوو د کندز پر ښار حملې وکړې چې په پایله کې د دغه ښار یو شمېر سیمې یې ونیولې، خو د کندز سیمهییز چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې له مرکزه د تازه دمو ځواکونو په ورسېدو یې ډېرې سیمې بېرته له طالبانو نیولې دي.
اخوا پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت بیا مني چې ځيني خلک په کندز کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي خو د جګړې له پای ته رسېدو سره سم به دوی ته رسېدنه وشي.
له دې ټولو سره د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې هېڅکله به کندز سقوط نهشي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، که څه هم د سیمې د بېلابېلو ترهګریزو ډلو جنګیالي د یوه ګاونډي هېواد په لمسون دلته راټول شوي خو افغان ځواکونه به هېڅلکه له خپلې مبارزې په شاه نهشي.
ښاغلي رادمنش زیاته کړه:
"د خارج نه لکه د ایغوري ترورېستان، انصارالله تاجکستان، تحریک اسلامي ازبکستان، لشکر طیبه، لشکر جنګوي، د افریقا د شاخې نه د سوریې، عراق او یمن نه ترورېستانو د یوه ګاونډي هېواد په لمسون وظیفه اخیستې او غواړي تهدیدات جوړ کړي اما موږ یې پر وړاندې صادقانه جنګېږو او دفاع کوو."
د کندز ولایتي شورا وکیل امرالدین ولي دا مني چې کندز د بېلابېلو وسلهوالو له پراخ ګواښ سره مخ دی خو وايي، که افغان امنیتي ځواکونه په خپلو کې ښه همغږي ولري او له شته امکاناتو په مؤثره توګه استفاده وشي تر ډېره بریده د شته ګواښونو مخ نیول کېدای شي.
راپور: محمد حدیث پردېس